BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:57 گرينويچ 2010 ,10 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: پخپل سر دارو

پخپل سر دارو
پخپل سر دار و دګټې پرځای نورې روغتيايي ستونزې زېږوي چې درملنه يې سختيږي.
په افغانستان کی يوشمېر خلک دځينو ورپېښوروغتيايي ستونزو ددرملنې لپاره پرته له دې چې ډاکتر ته ولاړشي، پخپل سر دارو خوري چې ددوی داکارناوړه پايلې لري.

د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی عاشق الله د اقتصادي ستونزو له کبله ډاکتر ته نشي تللی، پخپل سر دارو اخلي او خوري يې.

محمد عمر د کابل ښار يوه درمل پلورونکي وويل چې نېږدې (٪٧٠) مشتريان يې دډاکترله نسخې پرته دارو ترې اخلي.

ډاکټران وايي، چی هرډول دارود انسان په بدن کې يو دوران لري او له هر ځايه چې تېريږي خپل اثرات پرېږدي.

په خپل سر دارو خوړل د ډېرو ناروغيو لامل کيږي. د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې موظف ډاکټر عتيق الله حليمي وويل:

"په خپل سر داروخوړل د زړه، معدې، پښتورګو اويوشمېر نورو ناروغيودپيدا کېدو لامل کيږي."

پخپل سر دارو خوړل
پخپل سر دارو خوړل دانسان په بدن کې دراز، راز ناروغيودپيداکېدو لامل کيږي.

د روغتيايي ستونزو ددرملنې غوره لار روغتيايي مرکز يا معالج ډاکترته دناروغ تګ دی ځکه پخپل سر دارو خوړل دګټې پرځای نورې روغتيايي ستونزې زېږوي اوکله ناکله انسان دمرګ ترپولې هم رسوي.

 د ماشوم د زېږون وخت روغتيا او ژوند
د ماشوم د زېږون وخت
د ملا د مريو نېږدي کيدلروغتيا او ژوند
د ملا د مريو نېږدي کيدل
د سترګو پردېروغتيا او ژوند
د سترګو پردې
د ماشومانو د سترګو التهابروغتيا او ژوند
د ماشومانو د سترګو التهاب
دماشوم دنس ناستي ناروغيروغتيا او ژوند
د ماشوم د نس ناستي ناروغي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>