BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:52 گرينويچ 2010 ,06 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د ماشوم د نس ناستي ناروغي

دماشوم دنس ناستي ناروغي
ناروغ ته دې مايعات، اېشېدلې سړې اوبه او او،آر، اس ورکړل شي.
له ککړ چاپېريال نه دماشوم د هاضمې سيستم ته دغذايي توکودننه کېدل هغه په راز،راز مکروبي ناروغيو اخته کوي.

نس ناستې هم يوله همداشان ناروغيوڅخه دی چې دګرمۍ په موسم کې دنه پاملرنې په صورت کې ماشوم ډېرژرپرې اخته کيږي.

د کابل په اندراګاندي روغتون کې ډاکټر اسلم الکوزی د اسهال د ناروغۍ لاملونه يوشمېرمکروبونه ښيي.

دا مکروبونه له ناپاکه لاسونو، نامينځلو مېوو اوککړوخوړو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي.

ددې ناروغی پر مهال د ماشوم دبدن اوبه کمې او هغه کمزوری کيږي او که په مناسب وخت يې درملنه ونشي ، د مړيني لامل يې هم کيدای شي.

صفيه د کابل د ده سبز اوسيدونکې د اسهال دناروغۍ پر مهال خپل ماشوم ته غوښه او مېوه نه ورکوي او پرځای يې کورنۍ درملنه غوره بولي.

دماشوم دنس ناستي ناروغي
نس ناستی يوه مکروبي ناروغي ده چې دګرمۍ په موسم کې ماشوم ژر پرې اخته کيږي.

ډاکټران پخپل سردرملنه اوپرهېز زيان راوړونکی بولي او وايي چې ناروغ ته دې مايعات، اېشېدلې سړې اوبه او او،آر، اس ورکړل شي.

ددې ناروغۍ دمخنيوي لپاره دې دماشوم لاسونه اود خوړو لوښي تل پاک وساتل شي، تازه مېوه اوترکاري دې له خوړومخکې دنيم ساعت لپاره په مالګينواوبه يا پټاس کې ومينځل شي.

کلورينروغتيا او ژوند
كلورين
سپوڼیروغتيا او ژوند
سپوڼی
په ماشومانو کې دوينې کمښت روغتيا او ژوند
په ماشومانو کې دوينې کمښت
ځوانکېروغتيا او ژوند
ځوانكې
 ماشوم او ورزش روغتيا او ژوند
ماشوم او ورزش
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>