 | | | کله چې دماشوم دبدن وينه کمه شي،رنګ ژېړبخون او بدن يې کمزوری کيږي. |
دروغتيايي کارپوهانوپه وينا د مور شيدې د ماشوم لپاره تر (٦) مياشتو پورې پوره خواړه او د ماشوم د بدن ټولې اړتياوې پوره کوي . د کابل ښار ديوې اوسيدونکې ماشوم دوينې له کمښت سره مخ دی. هغه خپل ماشوم ته،چې د(٦) مياشتو دی،يوازې خپلې شيدې ورکوي. که ماشوم ته تر(٦) مياشتووروسته دموردشيدو ترڅنګ نرم خواړه لکه فرني، دترکارۍ ښوروا او تازه ميوه ورنکړل شي، دوينې دکمښت سره مخ کيږي. ددې ترڅنګ دزېږون ترمنځ واټن په پام کې نه نيول اوداميدوارۍ په دوره کې مورته سم خواړه نه رسېدل هم ددې ستونزې دپيداکېدولامل کيږي. حميده دکابل ښاريوه بله اوسېدونکې بيا خپلو ماشومانو ته تر (٦) مياشتو وروسته داسې خواړه ورکوي چې په اسانۍ سره يې هضمولی شي. داچې ددې ناروغۍ نښې نښانې څه دي،په اړه يې ډاکټر نورالحق يوسفزي دکابل د اندراګاندي روغتون رييس داسې وويل:  | | | داميدوارۍ په دوره کې ميندوته سم خواړه نه رسېدل، ماشوم دوينې له کمښت سره مخ کوي. |
"کله چې دماشوم دبدن وينه کمه شي،رنګ يې ژېړبخون، نوکان يې سپين او بدن يې کمزوری کيږي. " د وينې د کمښت په له مينځه وړلو کې ځيګر، غوښه، مستې، شيدې، بېلا بېلې تازه مېوې،پخه او اومه ترکاري ډېره ونډه لري . |