BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:35 گرينويچ 2010 ,25 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند : له دوړو سره د سترګو حساسيت

له دوړو سره د سترګو حساسيت
کله چې خاورې او دوړې سترګو ته ننوځي،د انسان د بدن معافيتي سيستم تحريک کوي.
په خاورو او دوړوکې راز،راز مکروبونه شته چې دبېلابېلو ناروغيولامل کيږي او سترګې، چې دبدن له حساسوغړو څخه شمېرل کيږي، ترنورو غړوژرصدمه ليدلای شي.

ډاکټران خاورې اودوړې د هر انسان د سترګو لپاره زيانمنې بولي خوپه ځانګړې توګه هغه کسان ډېر ځوروي چې سترګې يې حساسيت ولري.

روغتيايي کارپوهان وايي کله چې خاورې سترګو ته ننوځي،د انسان د بدن معافيتي سيستم تحريک کوي.

ددې تحريک په نتيجه کې د انسان بدن غبرګون ښيي او د حساسيت په بڼه د سترګو ناروغي مينځته راځي.

محمد آصف د ميدان وردګو ولايت د جلريز اوسيدونکي دوه زامن د دوړوسره حساسيت لري او په اوړي کې ورته دسترګو ناروغي پيداکيږي.

د کابل په نور روغتون کې موظف ډاکټر محمد کمال صافي وويل چې ددې ناروغۍ پر مهال د ناروغ له سترګو اوښکو راځي.

د سترګو رنګ بدلون مومي او که په مناسب وخت يي درملنه ونشي، سترګي مکروبي،ديد يې کم اوکيدای شي پرده هم پرې راشي.

له خاورواودوړوسره دسترګوحساسيت
هغه کسان له خاورو اودوړوڅخه ډېر ځورويږي چې سترګې يې حساسيت ولري.

ددې ناروغۍ پر مهال دې له کورنيواوپخپل سر درملنومخنيوی اوناروغ دې بې له ځنډه ډاکترته ولاړشي.

له دې ناورغۍ څخه دژغورنې غوره لارنظافت رعايت کول اوله خاورو اودوړوځان سا تل دي. فوزيه دکابل اوسېدونکې دجاروپرمهال انګړ آبپاشي اودکوټې دجاروکولولپاره جارو لمدوي.

پروتين لرونکي خواړهروغتيا او ژوند
ورزش اوپروتين
تر ولادت وروسته خپګان روغتيا او ژوند
تر ولادت وروسته خپګان
هېرجنتياروغتيا او ژوند
هېرجنتيا
دڅښلوپاکې اوبهروغتيا او ژوند
دڅښلو پاکې اوبه
دمعدې تېزابروغتيا او ژوند
د معدې تېزاب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>