د معدې دنده د خوراکي موادو جذب او په معده کې ددې موادو دهضم لپاره ديوې ټاکلې اندازې تېزابوافرازول دي. د معدې دتېزابوزياتوالی انسان ډېر نا ارامه کوي. شفيق الله دپروان دسيمايې نيازو د کلي اوسېدونکي ، چې پدې تکليف اخته دی وويل: "بېخوبي، سره کړي خواړه او دزيات مرچکي د خوړلو له امله راته د معدې تکليف پيدا شوی دی." دابن سيناروغتون ډاکتر ودير وويل چې د معدې د تېزابو په زياتوالي کې روحي فشارونه، الکولي مشروبات او يو شمېر داروګان هم ونډه لري . ددې ناروغۍ دنښونښانوپه اړه محمد طاهر، د کابل د پغمان اوسيدونکي وويل چې معده يې ددرد ترڅنګ سوځي او خولې ته يې تروې اوبه راځي.  | | | معده خوراکي مواد جذب اوددې موادو دهضم لپاره يوه ټاکلې اندازه تېزاب افرازوي. |
ددې لپاره چې روغ کسان پدې ناروغۍ اخته نشي،هغوئ ته ښايي چې له سګرټو، نصوارو، مرچکيو اوسره کړيوخوړوپرهېز وکړي. پدې ناروغۍ اخته کسان دې له خپل سر داروو له خوړلو ډډه وکړي اوژر ترژره دې روغتيايي مرکز ته ځانونه ورسوي،ځکه چې ددې ناروغۍ سره دبې پروايۍ په صورت کې دمعدې دزخم ترڅنګ دمعدې دسرطان خطر هم شته. |