 | | | د سګرټ څکول، چاغوالى اودکولسترول زياتوالى هم د زړه دحملې لاملونه کيداى شي. |
زړه د انسان دبدن دمهموغړوڅخه شمېرل کيږي چې د کوچنيو رګونو په واسطه ټول بدن ته د وينې او اکسيجن درسولو دنده په غاړه لري. که چيرې له دې رګونو څخه يوياڅويې دځينولاملونوله کبله بندشي، بدن ته دوينې او اکسيجن په رسولو کې خنډ پېښيږي. ددې خنډ په پايله کې دزړه حمله رامنځته کيږي. دکابل د قره باغ داوسيدونکي، سيف الرحمن، مور ته د وينې دلوړ فشار له امله د زړه حمله پيدا شوي وه . دزړه دحملې دلاملونوپه اړه د کابل په ابن سينا روغتون کي ډاکټر محمد نعيم همدرد وويل: "د سګرټو څکول، چاغوالى، د وينې لوړفشاراودکولسترول زياتوالى، د شکر ې ناروغي او يو شمير نور ې ناروغۍ د زړه دحملې لامل کيداى شي." عتيق الله دکابل د خاک جبار اوسيدونکي ته لومړى د سينې درد پيدا او وروسته يې درد ولو او چپ لاس ته وغځېد او بيا پرې دزړه حمله راغله.  | | | د زړه دحملې د مينځته راتلو تر ټولو غټه نښه په سينه کې دشديد د رد احساس دی. |
ډاکټران هم د زړه دحملې د مينځته راتلو تر ټولو غټه نښه په سينه کې داسې شديد درد بولي چې ناروغ ګمان کوي زړه يې چوي. هغه کسان چې دا ناروغي يې ګواښوي بايدغوړ لږ وکاروي، دسګرټ له څکولو ډډه وکړي او دوينې فشار تل کنترول کړي. ددې ترڅنګ په خپلوپښوډېرګرځېدل، دتازه ميوو، ترکاريو، کبانواودچرګانوله غوښې ګټه اخيستل هم ددې ناروغۍ په مخنيوي کې ډېره ونډه لري. |