 | | | کمزوري ماشومان چې دوجود مقاومت يې کم وي،ډېرژردسينه اوبغل په ناروغۍ اخته کيږي. |
د ژمي په راتلو سره يو شمېر تنفسي ساري ناروغۍ لکه: زکام ، ټوخی ، د ستوني درد او سينه اوبغل هم زياتيږي. خوماشومان بيا په هر موسم کې د سينه او بغل په ناروغي اخته کيدای شي ،ځکه په سړه هوا کې ددې ناروغې وايرس ډېرژرخپريږي. ډاکتران سينه اوبغل يوه مکروبي ناروغي بولي چې له روغ کس نه ماشوم ته دټوخي اوخبروپه مهال لېږدي. پدې ناروغۍ کمزوري ماشومان ډېراخته کيږي او نښې نښانې يې ټوخی ، تبه ،تنفسي ستونزې او دمورشيدې سمې نه خوړل دماشوم دشونډوتورېدل دي. قېسي ګل دکابل ديوې اوسېدونکې ماشوم دخونې دګرمې هوا له امله سينه اوبغل شوی و. همدا رازيوشمېرکورنۍ ددې ناروغۍ ددرملنې لپاره خاکشير،جوشانده ا نور کورني دارو کاروي.  | | | ډاکتران په سينه اوبغل اخته ماشوم ته د زياتو مايعاتو ورکول اړين بولي. |
ډاکتران وايي چې پدې ناروغۍ اخته کس ته دې اوبلن خواړه ډېر ورکړل شی اوډېرې تودې جامې نه ور اغوستل کيږي. ددې لپاره چې ماشومان موپدې ناروغې اخته نشي، پدې ناروغۍ داخته کس د خوړولوښي بېل اوماشوم په ډېره سړه هواکې هم دباندې مه باسئ اودخونې هوا وخت په وخت تازه کړئ. |