BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:26 گرينويچ 2010 ,24 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د پښتورګي تيږې

دپښتورګي تيږې
دګردې دتيږې دپيداکېدو تر ټولو مهم لامل د بدن د مايعاتو کمښت ښودل شوى دى.
د پښتورګو دنده په بدن کې له وينې څخه د اضافي موادو بېلول او د بولو( تشو متيازو) په بڼه هغه له بدن څخه خارجول دي .

روغتيايي کارپوهان وايي چې ځينې لاملونه دګردودفعاليت خنډګرځي چې يو له دې لاملونو څخه دګردې دتيږې پيدا کېدل دي.

که چېرې پخپل وخت ددې ناروغۍ درملنه ونشي،کيدای شي ګردې هم له مينځه يوسي.

تراوسه پورې ددې ناروغۍ دپيدا کېدو اصلي لامل ندی څرګندخو ميرويس علمي،د کابل په علي آباد روغتون کې ډاکټر وويل:

"په پښتورګو کې د تيږو په پيدا کېدو کې بېلا بېل فکتورونه ونډه لري چې تر ټولو مهم يې د بدن د مايعاتو کمښت ښودل شوى دى."

د کابل ښاريوې اوسېدونکې، چې دنوم له ښودلو يې ډډه کوله، وويل چې دپختورګو د تيږو له امله ورته تبه، ځان دردي او سوزاک پيدا شوى دى.

پدې ناروغۍ ځنې اخته کسان د لوبيا، نخودو او تروو شيانوله خوړلوډډه کوي خو ډاکتران داکار دروغتيايي کارپوهانوپه مشورې پورې اړوند بولي.

دګردې تيږې
د پختورګودنده دبدن له وينې څخه اضافي مواد بېلول اوهغه له بدن نه خارجول دي.

ددې لپاره چې له دې ناروغۍ خوندي واوسئ ، په ځانګړې توګه دګرمۍ په موسم کې ډېر مايعات واخلئ اوهميشه يوډول خواړه مه خورئ.

د ځاى په ځاى ناستې څخه مخنيوى او د ورزش ترسره کول هم ددې ناروغۍ په مخنيوي کې ستره ونډه درلودلای شي.

ترولادت وروسته دمناسبو خوړوارزښتروغتيا او ژوند
تر ولادت وروسته خواړه
د اميدوارۍ په مهال مناسب خواړه روغتيا او ژوند
د اميدوارۍ په مهال مناسب خواړه
سکرونيولروغتيا او ژوند
د سکرونيول
په ماشوم د تاوتريخوالي رواني پايلې روغتيا او ژوند
په ماشوم د تاوتر يخوالي رواني پايلې
دسرکوزي والګى روغتيا او ژوند
دسرکوزي والګى
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>