د اميدوارۍ په مهال د مناسب خوراک نشتوالی ، د زيږون په وخت مور له زياتو ستونزو سره مخ کوي. صفيې د کابل ښار اوسيدونکې ته داميدوارۍ په مهال ښه خواړه نه وو رسيدلي ، ماشوم يې ډېر کمزوری دنيا ته راغی. يو شمېراميدوارې ميرمنې د بې اشتهايۍ څخه ځوريږي. روغتيايي کارپوهان کور نيوته توصيه کوي چې داشان ميرمنوته دې خوندور خواړه برابرکړي. فريدې امرخېل د کابل د رابعه بلخي روغتون ډاکټرې وويل چې د اميدوارۍ په مهال د مناسب خوراک نشتوالی ميندې له کم خونې سره مخ کوي.  | | | کورنيوته ښايي چې بې اشتهااميدواروميرمنوته خوندور خواړه برابر کړي. |
هغوئ ته عصبی شوک پيدا اودزېږون په مهال يې دوينې فشار هم غيرعادي حالت کې وي چې کله ناکله دمور اوماشوم دمړينې سبب هم کيږي. اميدوارو ميرمنو ته ښايي چې له حبوباتو، لبنياتو ، ترکارۍ او تازه ميووڅخه ډېره ګټه واخلي چې پدې ډول به يې هم خپل ځان او هم خپل راتلونکی ماشوم له خطرونو خوندي کړی وي. |