 | | | تر دې دمه په افغانستان کې د سرکوزي د والګي (٢٧٢) پېښې ثبت شوې دي. |
دسرکوزي والګۍ يوه وايرسي ناروغي ده، چې پدې وروستيو وختونو کې نيږدې په ټوله نړۍ کې خپره شوې ده. له دې ځايه واورئ! داچې دسرکوزي والګى رښتيا هم دسرکوزي څخه انسان ته لېږدېدلى دى که نه، تر اوسه لا نه ده ثابته شوې. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د مسولينو په وينا په افغانستان کې هم يو شمېر خلک پدې والګي اخته شوي دي. د سرکوزي دوالګي لامل يو ډول وايرس دى چې په لومړنيو پړاوونوکې يې درملنه اسانه او وايرس يې له منځه تللى شي. دا چې د سرکوزي دوالګي نښې نښانې څه دي، دکابل د انتاني روغتون رئيس ، ډاکټر عبدالرحمن اکبري، داسي وويل: "دسرکوزي په والګي اخته کس دسختې تبې، ټوخي، ساه لنډۍ او د مرۍ له درد څخه شکايت کوي. ددې لپاره چې له دې ناروغۍ څخه خوندي و اوسو، دپه والګي اخته کس سره بايد ناسته ولاړه ونکړو او له ماسک (پوزبند) څخه کارواخلو.  | | | دسرکوزي په والګي داخته کېدو دمخنيوي لپاره غوره ده چې له پوزبندڅخه کار واخلو. |
همدا راز هره ورځ مالګينې اوبه غړغړه کول او وخت په وخت په پاکو اوبو اوصابون دلاسونو مينځل ددې ناروغۍ په مخنيوي کې ډېر ګټور دي. ددې لپاره چې دسرکوزي دوالګي اونوروناروغيو په وړاندي مو بدن پياوړي شي،بايد ډير مايعات واخلو او قوي خواړه وخورو. |