څېړنو ښودلې ده چې اميدوارې مېرمنې داميدوارۍ په لومړيو دريومياشتوکې ياهم له (٢٢) اوونۍ وروسته کيدای شي دشکرې په ناروغۍ اخته شي. د کابل د رابعې بلخي روغتون ته ، له هرو (١٢) راغليواميدواروميرمنوڅخه يوه يې د شکري په ناروغۍ اخته وي. شريفه، د کابل اوسيدونکې ، چې د اميدوارۍ په مهال د شکرې په ناروغۍ اخته شوې وه، ماشوم يې په نس کې مړشو. ددې ناروغۍ لامل داميدوارومېرمنو په بدن کې د انسولين دمادې کمښت دی اوپه داشان مېرمنوکې داناروغي د وينې د لوړ فشار سره يو ځای وي. که په مناسب وخت ددې ناروغۍ درملنه ونشي، مور او ماشوم دواړه د مرګ له ګواښ سره مخ کولای شي. فريده نيازۍ، د کابل افغان روغتون ډاکټرې وويل: "هغه اميدوارې مېرمنې،چې وزن يې زيات وي يايې په کورنۍ کې کوم کس دشکرې په ناروغۍ اخته وي، پدې ناروغۍ ډېرې اخته کيږي."  | | | په اميدوارومېرمنو کې دشکرې ناروغي د وينې د لوړ فشار سره يو ځای وي. |
د اميدوارو ميرمنو په بدن کې د شکرې د ناروغۍ غټې نښې: تنده، لوږه ، د بدن کمزورتيا ، د وينې لوړفشار او سټريا ښودل شوې ده . د اميدوارۍ په مهال له غوړو،وريجو او خوږو څخه پرهيز او پر ځای يې د سابو خوړل او پياده تګ دشکرې دناروغۍ په کنترول کې ستره ونډه لري. |