 | | | له توان [خه زيات درانده کارونه سرته رسول دماشوم دزيان کېدوسبب کيدای شي. |
ماشوم د مور په نس کې ، تر هغه مهاله چې د بدن ټول غړي يي پوره شي، د اوبو څخه په يوه ډکه کڅوړه کې ژوند کوي . کله ناکله دباندني فشار له کبله داکڅوړه شليږي چې په پايله کې يې دماشوم دزيان کېدو(سقط) سبب کيږي. فوزيه ،د کابل د شکر درې اوسيدونکې، چې د ملالۍ په زېږنتون کې بستر وه، داسې وويل : ” په کور کې مې بل څوک نه درلودل، هر ډول درانده کار ونه مې سرته رسول چې له کبله مې خپل د اوو مياشتوماشوم زيان کړ." د كابل په ملالۍ زيږنتون كې ډاكټرې ترينا فريدون وويل : داميدوارۍ په مهال درانده کارونه دماشوم دزيان کېدوسبب او مورهم له ستونزو سره لاس او ګريوان کيږي." ديادونې وړ ده چې دسپکوکارونوسرته رسول اميدوارو مېرمنوته زيان نه پېښوي. |