BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:22 گرينويچ 2009 ,27 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: په ماشومانو کې د شکرې ناروغي

 په ماشومانو کې د شکرې ناروغي
تنده، دتشومتيازو ډيروالی اود ماشوم ډنګروالی د شکرې د ناروغۍ نښې نښانې دي.
په وينه کې د قندي موادو ډېرېدل او د انسولين کمښت ، په ماشومانو کې د شکرې د ناروغۍ سبب کيږي.

انسولين يو ډول مواد دي چې د پانقراس د غدې څخه افرازيږي او دنده يې په وينه کې د قندي موادو ، غوړو او پروتين مصرفول دي.

که دا ناروغي په لومړيو کې وپيژندل شي، په اسانۍ کنتروليږي، خوکه چيرې ډېر وخت پرې تېرشي د ماشوم د مړينې سبب هم کيدای شي .

په ماشومانو کې د شکرې د ناروغۍ اصلي لامل لا ندی پېژندل شوی ، خود کله چرک ناروغي خلک ددې ناروغۍ لامل ګڼي.

همدا راز دمور د شيدو پر ځای ماشوم ته د غوا شيدې ورکول ددې ناروغۍ په پيدا کېدو کې ونډه لري. د کابل ښار اوسيدونکې، فريدې، وويل:

" کله چې مې ماشومانو د کله چرک ناروغي تېره کړه ،د شکرې په ناروغۍ اخته شول ، يو يي مړ ، بل يي ړوند او بل يي هم کوڼ شو. "

تنده، دتشومتيازو ډيروالی او د ماشوم ډنګروالی په کابل کي د شکرې د کنترول د مرکز ډاکټر حبيب ګل، د دې ناروغۍ نښې بولي.

د لس کلنې رخسار دکورنۍ هغه وخت دخپلې ماشومې د شکرې ناروغۍ ته پام شو ، چې لوريې ډېره تږې کېده او زياته تشناب ته تلله.

په ماشومانوکې دشکرې ناروغي
په وينه کې د قندي موادوډېرېدل او د انسولين کمښت دشکرې د ناروغۍ سبب کيږي.

له اندازې زيات پرهېز په شکره اخته ماشوم ډنګر او له ودې پاتې کوي . د ډاکټر د مشوري سره سم ناروغ ته بايد ښه خواړه ورکړل شي.

پدې ناروغۍ اخته ماشوم ته هر ډول سابه او مېوې ورکول اوهغه ورزش ته هڅول د شکرې په کنترولولو کې ډېره ونډه لري.

خپګان او بېخوبيروغتيا او ژوند
خپګان او بېخوبي
ايډزروغتيا او ژوند
ايدز
سره کړي خواړهروغتيا او ژوند
سره کړي خواړه
خوراكي مسموميت روغتيااو ژوند
خوراکي مسموميت
 د(B-12) ويټامين کمښت روغتيا او ژوند
د(B-12) ويټامين کمښت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>