د انسان بدن ويټامينونه نشي جوړولی ، له همدې امله دخوراکي توکوله لارې د ويټا مينونو اخيستل ډېر اړين ګڼل كيږي . ددې ويټامينونوپه ډله کې يو هم د (B-12) ويټامين دی چې کمښت يې د عصبي سيستم ناروغي ، پريشاني او بيحالي پيدا كولاي شي. ددې ويټامين کمښت پدې سربېره دانسان دبدن دوينې دکمښت سبب هم کيږي. دهرات ولايت په حوزوي روغتون کې ډاکټر عبدالمبين نبي زي وويل: "د(B) دکورنۍ ټول ويټامينونه ،په ځانګړې توګه (B-12) ،دانسان دبدن اړتياوې پوره کوي چې کمښت يې بيا دراز رازستونزو دپيداکېدو لامل کيږي." د پروان د چيکل اوسيدونکې يوې مېرمنې ،چې هراته نوميږي ، وويل چې دوينې د کمښت له امله يې پر مخ داغونه پيدا شوي دي.  | | | د (B-12) ويټامينونه په تازه ترکارۍ، ميوې ، لبنياتو او غوښه کې ډېر پيداکيږي. |
يوه بله مېرمن ، نظيفه، وايي چې ډېره بې حوصلې شوې ده اوپه هغه خونه کې چې ماشومان وي، خوب يې نه وړي. ډاکټر نبي زی داټولې نښې دويټامين (B-12) کمښت بولي او وايي چې دا ويټامينونه په تازه ترکارۍ، ميوې ، لبنياتو او غوښه کې ډېر وي. |