BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:06 گرينويچ 2009 ,08 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: ګرمي او والګی

ګرمي او والګی

والګی(زکام) يوه ساري ناروغي ده ،چې دګردجنې هواله کبله انسان پرې اخته کيږي او د مخامخ تما س په وسيله له يوه كس نه بل ته لېږدي.

دګرمۍ په موسم کې هم زيات شمېرکسان پدې ناروغۍ اخته ا کيږي. د ريزه ګل په نوم يوې ميرمنې وويل :

"له څو ورځو راپدېخوا زكام شوې يم، له سترګو او پزې مې اوبه راځي، سر مې ګنګس او بدن مې درد كوي. "

په كابل كي د كيور روغتون ډاكټر، ميرعلي وايي چې ددې ترڅنګ دې ناروغانوته دستوني درد او خارښ او ټوخی هم پيداکيدای شي.

د لاملونوپه اړه يې د مووا په نوم يوې ميرمنې وويل: "ددوړو ، پطرولو بوی اودهوا له سملاسي بدلون سره حساسيت لرم."

ډاکټران د زكام د ناروغی اصلي لاملونه هغه وايرسونه بولي چې په هوا کې موجود دي لکه دڅارويو دبدن پخه، پوپنک اودګلانويوډول مواد.

دا مواد دهوا له لارې د انسان بدن ته ننوځي او ناروغ پدې ناروغۍ اخته کوي.

ګرمه هوا او والګی
دوالګي دناروغۍ لاملونه په هواکې شته وايرس لکه دڅارويودبدن پخه پوپنک او نور دي.

د زکام ناروغي د مخنيوي لپاره خلک بايد په زکام اخته کس سره په مخامخ تماس کي نه شي اود ناروغۍ پر مهال دې ډاکتر ته ورشي .

داناروغان دې ډير مايعات وڅښي، استراحت دې وکړي او خپل دخوړو او څښلو لوښي دې له نورو بېل اوله ماسک يا دستمال څخه دې ګټه واخلي.

ماشومانوته خوراکي بدلونروغتيا او ژوند
ماشومانو ته خوراكي بدلون
 مرداردانېروغتيا او ژوند
مرداردانې
اميدواري اودوينې لوړفشارروغتيا او ژوند
اميدواري اود وينې لوړ فشار
فستولاروغتيا او ژوند
فستولا او رواني ستونزې
فستولاروغتيا او ژوند
د متيازو بېواکي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>