ډيری هغه ماشومان په خوارځواكۍ او نورو ناروغيو اخته كيږي چې له شپږو مياشتو وروسته د مور د شيدو تر څنګ نور خواړه نه وي وركړل شوی . ددې ستونزې څخه دمخنيوي لپاره اړينه ده چې دماشوم په ورځنيو خوړو کي بدلون په پام کي ونيول شي او ډول ډول خواړه وركړل شي. د كابل په اندراګاندي روغتون كې ډاكټر عتيق الله حليمي وايي : "تر شپږو مياشتو وروسته لومړی بايد ماشوم ته نرم خواړه ورکړل شي. پدې خوړو کې كېله ، فرني او داسي نور راځي. خواړه دې په ډېره کمه اندازه پيل اوپه ورځ کې دې څو ځله ورکړل شي چې ماشوم ورسره عادت شي. كه چيري ماشوم ته تر شپږو مياشتو وروسته د مورد شيدو ترڅنګ نور خواړه ورنكړل شي ، دخوار ځواكۍ ترڅنګ په بي اشتهايۍ هم اخته كيږي. دکابل ښار يوې اوسېدونکې ،نبيلا ، خپلو ماشومانو ته تر شپږ مياشتو وروسته د ترکارۍ ښوروا ، شوله او نوراوبلن خواړه ورکړي دي. د هغې ماشومان اوس ډېر تندرسته او دښې روغتيا څښتنان دي. د ماشوم ذهني او جسمي وده تر ډېره بريده د هغو ئ له خوراکي بدلون سره تړاو لري.  | | | تر شپږو مياشتو وروسته لومړی بايد ماشوم ته نرم خواړه ورکړل شي. |
کورنيو ته ښايي چې د خپلو ماشومانو خوړو ته ډېره پاملرنه وکړي، که غرمه يو څه خوري، د شپي له خوا دې بل ډول خوراک ورکړي . که چېرې ماشومانو ته پاتې شوي او ناپاکه خواړه ورنکړو،پدې توګه به روغ او د ناروغيو په وړاندې دلوړ مقاومت درلودونکي ماشومان ولرو. |