 | | | دبې تجربې دايې ترڅارنې لاندې ماشوم زېږول هم په ميرمنوکې دتشومتيازودبېواکۍ لامل کيږي. |
د نړيوال روغتيايي سازمان د وينا پر بنسټ په مخ پر ودې هېوادونو كې ،د هغو ښځو شمېر ،چې د تشو متيازو په بېواكۍ اخته دي، (٢٠٠٠٠٠٠) ته رسيږي. ډاکټران د تشو متيازو بې واكي كوم ځانګړی مرض نه بولي خو يوه روغتيايي ستونزه ګڼي چې انسان ځوروي . د مزار اوسيدونکې، زردانې ته داستونزه هغه وخت پيدا شوه چې پنځه لس کاله وړاندې په ماشوم عمليات شوه. دكابل په ملالۍ زېږنتون كی ډاكټره ماريا منګل ددې ستونزې ستر لامل په کورونو کې دغير مسلکي دايوترڅارنې لاندې زېږون بولي. ددې ترڅنګ د( ١٨) کلنۍ څخه په کم عمر کې دنجلۍ وادول هم ددې ستونزې درامنځته کېدو لامل کيدای شي. د تخار ولايت اوسيدونکې ، ليلما، وايي چې پلار يې په (١٢) کلنۍ کې واده کړه ، له واده دوه کاله وروسته د تشومتيازو بيواکي ورته پيدا شوه . ددې ستونزې ددرلودلو له امله يې مېړه طلاق ورکړ او اوس دپلار په کور ناسته ده ،خو خوښه وه چې تردرمنلې وروسته يې داستونزه ښه شوې ده.  | | | د تشو متيازو بې واكي كوم ځانګړی مرض نه بلکې يوه روغتيايي ستونزه ده. |
ډاکټره منګل وايي چې پدې ستونزې اخته ميرمنو ته ښايي بې له ځنډه ډاکتر ته مراجعه وکړي چې درملنه يې وشي. ميرمنوته ښايي چې په کم عمر کې واده ونه کړي او اميدوارې ميرمنې بايد دډاکترې يا تجربه لرونکې دايې ترڅارنې لاندې ماشوم وزېږوي. |