BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:48 گرينويچ 2009 ,14 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا اور ژوند : جاغور

جاغور
دجاغور دناروغۍ دپيداکېدوعمده لامل دانسان په بدن کې د ايودين دمادې كموا لی دی.
د انسان د مرۍ مخې ته دټايرايډپه نامه يوه وړه غده ده چې په عادي حالت كې په سترګو نه ليدل كيږي خو په لاس لمس كيږي.

دا غده دانسان د بدن د سون سيستم (ميتا بو ليزم ) كنترولوي او دخپلې دندې لپاره دايودين په نامه موادوته اړتيالري.

كه چيرې د وينې له لارې دې غدې ته پوره اندازه ايودين ونه رسيږي ،غده غټيږی چې دې حالت خلک جاغوروايي او په عمومي توګه په دوه ډوله دی:

زهري اوعادي. د كابل د ميوند روغتون دډاكټر فريدالحق سهيل په اند عادي جاغور ممكن انسان ته سختې روغتيايي ستونزې پيدا نكړي .

خو زهري جاغور عصبانيت پيدا كوي. دا ډول ناروغانو ته سړه هوا خوند وركوي او ګرمه هوا ورباندي بده لګيږي .

د زړه تكليف ، د لاسونو رپيدل او ډنګرتوب ددې ناروغۍ نورې نښې دي.د كابل ښار او سيدونكې، سليمه، شپاړس كاله كيږي چې زهري جاغورلري.

هغې شپږ ماشومان ضايع كړي ، د زړه تكليف ، عصبانيت او ساه تنګي هم ورته پيدا شو ېده.

جاغور
دجاغور د مخنيوي لپاره دې ايودين لرونکې مالګه وكارول شي .

ددې ناروغۍ عمده لامل دانسان په بدن کې د ايودين په نامه د يوې معدني مادې كموا لی دی . تر دې دمه ددې ناروغۍ ميراثيتوب ندی ثابت شوی.

ډاکتران وايي چې د جاغور د مخنيوي لپاره دې ايودين لرونکې مالګه وكارول شي او په دوامداره توګه دې د يو ډول خوړو نه ګټه وانه خيستل شي.

دخوگانووالگیروغتيا او ژوند
د خوګانو والګی
 واکسين روغتيا او ژوند
واکسين
پوليوروغتيا او ژوند
دماشومانوګوزڼ
جاردياروغتيا او ژوند
پيچش
کلسيم لرونکي خواړهروغتيا او ژوند
په ماشومانو كې د كلسيم كمښت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>