دماشومتوب ددورې واکسين دشپږوخطرناکو ناروغيو په وړاندې د ماشوم بدن پياوړی کوي چې د ماشوم له زېږېدوپيل اوتر١٨ مياشتنۍ دوام مومي . خودماشومتوب ددورې د واکسين نه تطبيق کول څه خطرونه لري؟د تخار ولايت يوې ميرمن، ظريفې وويل: "خپلو څلورو اولادونو ته مې واکسين تطبيق نه کړل ، دوه يې مړه شول او دوه نور په تور ټوخي اخته دي او هيڅ دارو ورباندې اثر نه کوي". د کابل د افغان روغتون ډاکټر، محمد اشرف امرخيل ،وايي چې ميندې دې نوی زېږيد لی ماشوم له پيداښت وروسته بې له ځنډه واکسين کړي. د کابل ولايت اوسيدونكی، غلام فاروق وايي كه چيرې يې ماشومان د واكسين په كمپا ين كې د كورمخ ته واكسين نه شي ، کلنيک ته يې رسوي.  | | | دماشومتوب ددورې واکسين دشپږوخطرناکو ناروغيو په وړاندې د ماشوم بدن پياوړی کوي |
ديادونې وړ ده چې د ناروغۍ په دوران کې ماشوم ته واکسين نه تطبيق کيږي، خوکله چې يې روغتيا وموندله، بې له ځنډه دې واکسين شي. دواکسين تطبيق ماشوم له نري رنځ ، ګوزڼ ، تور ټوخي ، تيتانوس ، ديفيتري، تور زيړ ي او شري نه خوندي کوي. |