BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:49 گرينويچ 2009 ,29 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: ولادي عمليات

په ماشوم عمليات شوې ميرمن
که عمليات شوې ميرمن خپل ټپ ته سمه پاملرنه ونه کړي، ټپ ته يې مکروبي کيږي.
روغتيايي کارپوهان وايي که عمليات شوې ميرمن خپل ټپ (زخم )ته سمه پاملرنه ونه کړي، کيدای شي ټپ ته يې مکروب ننوځي.

وروسته دغه مکروب وينې ته ورګډ او انسان ته ځينې وخت سختې روغتيايي ستونزې پيداکوي چې حتی د مرګ سبب يې هم کيږي.

شکيبا، د کا بل د خيرخانې اوسيدونکې ،چي په ماشوم عمليات شوې ، ټپ ته يي لمر نه ورکاوه ،زخم يې چرک پيدا اوډېره ورسره په عذاب شوه .

ډاکټران وايي هغه ميرمنې چې کمخوني ولري او عمليات شي، ټپ يې ژر نه جوړيږي، ځکه په کمخونۍ کې ټپ ته پوره اندازه وينه نه رسيږي.

دا راز مېرمنې د تازه ترکارۍ لکه پالکو، تازه ميوو ، غوښې ، شيدو او مستو په خوړلو کولاي شي خپله کمخوني له مينځه يوسي.

 عمليات شوې ميرمن دې دروند کار نه کوي اوټپ دې پاک وسا تي.

يوشمېر ميرمنې له عمليات وروسته له ځينو خوړو پرهيز کوي، ډاکټران داکار ردوي او وايي چې عمليات شوې ميرمن بايد هر ډول ښه خواړه وخوري.

داډول ميرمنې دې درانه کارونه نه کوي ، نخي جامې دې واغوندي ،ټپ دې پاک وسا تي اوهره ورځ دې يوه اندازه لمر ورکړي.

د نو وتلروغتيا او ژوند
د نو وتل
خسمارروغتيا او ژوند
خسمار
شکر اودزړه حملېروغتيااو ژوند
شکر اودزړه حملې
ذهني کمزوريروغتيا او ژوند
ذهني کمزوري او خواړۀ
د ماشومانوذهني کمزوريروغتيا او ژوند
د ماشومانوذهني کمزوري
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>