BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:47 گرينويچ 2009 ,08 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيااوژوند: شکراو دزړه حملې

ميوې اوسبزيجات

کله چې پۀ بدن کې د انسولين هورمون کچه کمه يا هم په سمه توګه کار ونه کړي ، د ويني د ګلوکوز کچه لوړېږي او انسان ته دشکرناروغي پيدا کېږي.

د افغانستان د روغتيا وزارت د مالوماتو له مخې پۀ دغه هېواد کې شاوخوا يو ميلون وګړي پۀ دې ناروغۍ اخته دي . د کابل اوسېدونکې بورا وويل:

" دوه کاله کېږي چې شکر لرم خو پۀ اصلي لامل يې نه پوهېږم". پۀ دې اړه د کابل کې د ابن سينا روغتون ډاکټر محمد نعيم همدردوويل:"

ددې ناروغۍ پيدا کېدل ډېر لاملونه لري لکه جينيتيکي فکتورنه ، ځينې وايرسونه، چاغوالی، آرام ژوند او د لوړې کالورۍ غذايي موادو خوړل ".

پدې ناروغۍ اخته کسانو ته دوامداره لوږه او تنده پيداکېږي، پۀ مکروبي ناروغيو ډېر اخته کېږي او تشې متيازې يې ډېرېږي .

ميوې اوسبزيجات
جينيتيکي فکتورنه ،چاغوالی اود لوړې کالورۍ غذايي مواد دشکرناروغۍ لاملونه کيدای شي".

ددغې ناروغۍ په جريان کې په ناروغ دزړۀ حمله هم راخي چې دلاملونو په اړه يې محمد نعيم همدرد وويل:

"که چېرې په شکر اخته کسان دوينې فشاراوشکر سم کنترول نه کړي، د زړۀ رګونه يې ډېر تنګېږي او د زړۀ حمله پرې راځي ".

په دغه ناروغۍ ځينې اخته کسان کورنۍ درملنې هم کوي.

ډاکټر محمد نعيم همدرد کورنۍ درملنې ګټورې نه بولي او وايي چې داډول کسان بايدخپل شکر کنترول ، وزن کم اوسره کړي خواړه ونه خوري.

ذهني کمزوريروغتيا او ژوند
ذهني کمزوري او خواړۀ
د ماشومانوذهني کمزوريروغتيا او ژوند
د ماشومانوذهني کمزوري
دغوږپردې مکروبي کېدلروغتيا او ژوند
د غوږ پردې مکروبي کېدل
د ای ويټامين لرونکې مېوې اوترکاريروغتيا او ژوند
ويټامين ای
د فشار آلهروغتيا او ژوند
د وينې لوړ فشار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>