BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:07 گرينويچ 2009 ,14 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د غوږ پردې مکروبي کېدل

دغوږد پردې مکروبي کېدل

غوږ دانسان د بدن هغه برخه ده چې پۀ مرسته يې هرډول غږونه اورېدلی او پېژندلای شو او درې برخې لري : داخلي، منځنۍ او باندنۍ.

ځيني وختونه دانسان غوږونه مکروبي کيږي چې لاملونه يې د غوږونو لۀ باندې خوا د ځينو شيانو ننوتل ښودل شوي دي.

داشيان عبارت دي له وچکي، مرۍ، داورلګيت تيلی، ژوندي حشرات او دې ته ورته نور .

خو دغوږ د درد پيدا کېدل نور لاملونه هم لري. په دې اړه د کابل دميوند روغتون د غوږ، پزې او ستونې متخصص ډاکټر محمد ولي وويل:

" کله چې سړي عقل دندان وباسي ، سنوزيت ولري يايې غوږ مکروبي شي، د غوږ د مجرا پړسوب درد پيدا کوي ".

که چېرې کومه حشره غوږ ته ننوځي، په لومړي قدم کې څه کول په کار دي، په دې اړه ډاکترمحمد ولي وويل:

په غوږ کې پنسل وهل
دانسان دغوږنودمکروبي کېدلولاملونه، د غوږونو لۀ باندې خوا ،د ځينو شيانو ننوتل دي.

" پاکې اېشېدلې سړې اوبۀ دې په غوږ کې واچوي چې هغه حشره مړه شي، بيا دې ډاکټر ته ولاړ شي اوپخپل سردې هيڅ شی په غوږ کې نه وهي".

ځيني خلک په داسې حالاتوکې په غوږ کې د غوا غوړي او شيدې اچوي يا د انګورتاک پاڼئ تودوي او په غوږونويې ږدي.

په دې برخه کې ډاکتر محمدولي وايي چې کورنۍ درملنې د غوږ پرده زيامنوي او مکروبي کېږي چې ورسره نورې ستونزې هم پيداکيږي.

د ای ويټامين لرونکې مېوې اوترکاريروغتيا او ژوند
ويټامين ای
د فشار آلهروغتيا او ژوند
د وينې لوړ فشار
عصبانيتروغتيا او ژوند
د عصبانيت مخنيوی
ميوېروغتيا او ژوند
عصبانيت او کم خوني
تازه مىوهروغتيا او ژوند
د بدن پياوړتيا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>