BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:20 گرينويچ 2009 ,10 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: ويټامين ای

د A ويټامين لرونکې مېوې

زموږ په ورځنيو خوړو کې راز راز پروتيني مواد، کاربو هايدريتونه او ويټامينونه شته چې بدن مو ورته ډېره اړتيالري.

ويټامينونه په بېلابېلوډولونو ويشل شوي لکه: ويټامن ای ، بي ، سي، ډي اونورچې هر يو يي د انسان د روغتيا په برخه کې مهمه دنده لري.

دا چې ويټامين څۀ ته وايي، د کابل د انداراګا ندي روغتون ډاکټر، فريدون جبارخېل وويل:

" ويټامينونه هغه اړين مواد د ي، چې د انسان پۀ وده او نمو کې ستره ونډه لري.

د ای ويټامين ډېر پۀ شحم کې منحل وي چې د سترګو پۀ ديد او د زخمونو په جوړښت کې رول لري".

داچې د ای ويټامين کمبود انسان ته کومې ناروغۍ پيدا کوي ، د پروان يوې مېرمن وو يل چې سترګې يې کمزورې شوې دي.

دهمدې ولايت يو بل اوسېدونکی وايي چې ماشوم زوې يې لۀ پيدايښت نه تر اوسه پورې کمزوری دی.

د ای ويټامين لرونکې مېوې اوترکاري
ټولې زېړ پوټکي لرونکي مېوې ، زردکې ، کبان اوځيګر د A ويټامين لري .

ويټامين ای د سترګو ديد ډېروي، پوستکي روښانه کوي،زخم جوړوي، جنسي قوه ، هډ ونه او غاښونه قوي کوي او د ماشومانوپۀ وده کې رول لري.

ددې ويټامين کمبود د سترګو په طبقاتو کې تغير راولي، د بدن پوستکې ورسره و چېږ ي، زخم ژرنۀ جوړېږي او د بدن مقاومت کموي.

ټولې زېړ پوټکي لرونکي مېوې ، زردکې ، کبان،ځيګر دای ويټامين لري او ترکاري، شيدې ، مستۍ، هګی هم ددې ويټامين درلودونکي دي.

د فشار آلهروغتيا او ژوند
د وينې لوړ فشار
عصبانيتروغتيا او ژوند
د عصبانيت مخنيوی
ميوېروغتيا او ژوند
عصبانيت او کم خوني
تازه مىوهروغتيا او ژوند
د بدن پياوړتيا
دسياتيک مخنيویروغتيا او ژوند
د سياتيک مخنيوی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>