سياتيک (رګ النسا) هغه دردونه دي چې انسان په دوامداره توګه ځووری ،خو ددې ناروغۍ د مخنيوي لارې چارې څه دي؟ د شېوه کيو اوسېدونکی محمد يعقوب و و يل: " بزګري کوم، دراندۀ شيان پۀ کراچۍ ، خره او موټر کې وړم". نقيب الرحمن چې جواليتوب کوي وويل:"هر کار بايد خلک د خپل زور او توان پۀ اندازه وکړي". محراب ګل ډرېور وويل:" ډريورۍ کې دمه کوم ". جلال خياط وويل: " خياطۍ ته مې لوړ مېز جوړکړی چې په ملامې زور رانه شي."  |  ورزش د سياتيک مخنيوې کولای شي خودراندۀ وزنونه بايد او چت نۀ کړو.  |
ډاکټران هم د خلکو دغه تجربې غوره ګڼي . پۀ کابل کې د فزيو تراپي انستيتيوت استاذ ګل احمد طاهري په دې اړه داسي وويل: " ورزش کولی شي د سياتيک مخنيوې وکړي ،دوکانداران بايد دوامداره ناست ونۀ اوسي ، هغه خلک چې سپورت کوي بايد دراندۀ وزنونه اوچت نۀ کړي. بزګران دې د کار پۀ مهال يو دسمال تر ملا وتړي او په ټوغه ملادې کار نه کوي او چاغ خلک بايد خپل وزن کم کړي." |