BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:03 گرينويچ 2009 ,18 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: سوزېدنه

سوزېدنه
دسوزيدلي کس ،د تن جامې مه لرې کوئ او ژر تر ژره يې روغتيايي مر کز ته ورسو ئ.
د هوا پۀ سړېدو دسوزېدو پيښې هم ډېرېږي ، ځکه چې خلک د ځان تودولو لپاره لۀ بخا ريو، منقلونو، نغريو او لۀ ورته نورو شيانو کار اخلي.

په کابل کې د استقلال روغتون چارواکي وايي چې هره ورځ له شلو تر پنځۀ ويشتو د سوزېدنې پېښې ورځي چې ډېرې يې ماشومان وي.

د زابل ولايت اوسېدونکی کوچنی حميدالله چې پۀ استقلال روغتون کې بستر دی پۀ خپل کور کې پۀ تيل خاک سوزېدلی دی .

سوختګي يا سوزېدل د خطر لۀ مخې درې درجې لري، لومړۍ پړاو يې د بدن د پوستکي سوزېدل دي چې درد او سوزېدنه ورسره مله وي.

دويم پړاو يې هغه دی چې سوزېدلی ځاې لۀ سوزېدو سره تڼاکې شي او درېم يې، هغه دی چې سوزېدنه هډوکو او عضلاتو ته ورسېږي.

د استقلال روغتون ډاکټر غلام نبي سيار وايي چې په دغه ډول پېښو کې دې لومړی سوزېدلی کس وژغورل شي ، بيا دې د اورسرچينه مړه شي.

 ناروغ ته کورني درمل مه ورکوئ ځکه سوزېدلی ځای مکروبي کو ي.

دسوزيدلي کس په بدن دې پټو واچول شي ،د تن جامې دې نه لرې کوي او ژر تر ژره دې روغتيايي مر کز ته ورسو ل شي.

په داسې حالت کې دې ناروغ ته هيڅ ډول کورني دارو درمل نه ورکول کيږي ځکه دا کار سوزېدلی ځای مکروبي کو ي.

سياتيکروغتيا او ژوند
سياتيک
ايډز او روږدي کسان روغتيا او ژوند:
ايډز او روږدي کسان
والگى( زکام )روغتىا اوژند
والگى( زکام )
پوليوروغتيا اوژوند
پوليوياګوزڼ
روماتېزمروغتيا او ژوند
روماتېزم
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>