دستوني دومدار درد دروماتيزم تبې دپيداکېدولامل ګڼل کيږي. که چېرې دستوني د درد درملنه ونه شي، له شپږو اونيووروسته مکروب ټول بدن کې خپريږي . کله چې دامکروب دانسان په بدن کې خپور شي،دروماتيزم ناروغي ترې پيداکيږي. دا ناروغي ډيری وخت د ١٥ کلونونه دکم عمرماشومانوته پيداکيږي. يوشمېر ميندې، چې ماشومان يې دصحت طفل په روغتون کې بستر دي ، وايي چې ماشو ما نو يې دډېرې مودې راپدېخوادستوني درد درلود. هغوي زياتوي چې وروسته دې دردونو مړوندونو او زنګنونوته سرايت وکړاو په پای کې يې ټول بدن ته دردخپور اوپړسوب يې پيداکړ.  | | | داناروغي يوازې په لويومفصلونواغېز کوي لکه څنګل، زنګون او داسې نور. |
ډاکټر عتيق الله حليمي وايي: "ددې ډول روماتيزم توپير دنوروسره دادی چې داناروغي يوازې په لويومفصلونواغېز کوي لکه څنګل، زنګون او داسې نور. روماتيزم ميکروبي ناروغي ده چې ډاکټرته په تګ يې درملنه کيږی. دستونی درد ددې ناروغۍ اصلي عامل دی اوپه وخت درملنه يې دروماتيزم نه مخنيوی دی. که چېرې زمونږپه بدن باندې دانې ياټپونه پيداکيږي،بايدژرترژره يې درملنه وشي ځکه ځينې ټپونه هم دروماتيزم دپيداکيدولامل کيدای شي. |