 | | | له امېدواره مېندو سره د کورنۍ د غړو مرسته او همکاري ډيره مهمه. |
امېدواري د مېندو په ژوندکې يو خورا حساس او نازک پړاو دی چې ډېر احتياط او پالنې ته اړتيا لري. امېدواره ميندې بايد په ورځنيو چارو کې ډېر احتياط وکړي او ځينې ټکي په پام کې وساتي چې يو له هغو څخه د درنو کارونو نه کول او د درنو شيانو نه پورته کول دي. په ورځنيو چاروکې ځينې ميندې مجبورېږي چې د کور د کارونو په ترڅ کې درانه پېټي پورته کړي چې دا کار هم هغوی او هم يې د ماشوم روغتيا ته تاوان لري. په دې اړه مېرمن مريم وايې: ”په کورکې مې ټول کارونه دغاړې وه، کور به مې جارو کاوه، له خاورو ډک تشتونه به مې پورته کول او نور درانه کارونه به مې هم کول، ځکه مې نو ماشوم زيان شو“. ډېر ځله ليدل شوي چې کله مېندي سم دلاسه او په وارخطايي سره يو دروند پېټی پورته کړي نو پر يې درد او بيا يې وينه او اوبه بهېدل پيل شي چې دا حالت دوام و مومي نو مور ډېره کمزورې کېږي. د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکې ګلجانه وايې: ”د ډېرې خونرېزۍ له امله مې وجود د وينې په کمښت اخته شوی، خوب نه لرم او بې حوصلې شوې يمه“.  | | | که مور د امېدوارۍ پر مهال احتياط ونه کړي نو د ماشوم د زيانېدو امکان يې ډېر دی. |
له امېدواره مېندو سره د کورنۍ د غړو مرسته او همکاري ډيره مهمه ده خو دا په دې معنی نه ده چې ميندي دي هيڅ کارنه کوي، کار دي وکړي خو د خپل توان او قدرت په اندازه دي کار وکړي. په دې باب ډاکټره ساجده شريف وايي: "امېدواره ميندي دي درانه کارونه نه کوي چې په دې ډول هغوی هم پخپله او هم يې ماشومان روغ پاتي شي، همدا راز دي وخت پر وخت ډاکټر ته ولاړي شي. |