د عامې روغتيا وزارت د چارواکو په وينا، افغانستان هم د هغو(٢٢) بېوزلو هېوادونو څخه دی چې د نري رنځ تر ټولو ډېرې پېښې پکې ليدل شوي دي. له دې ځايه واورئ! ډاکټران وايي چې په نري رنځ اخته ناروغانو سره ښه سلوک د هغوی د ژر رغېدو لامل ګرځي، ځکه چې هغوی له رواني اړخه د سکون او ارامۍاحساس کوي. د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايې: زما پلار د نري رنځ ناروغي لري، موږ تل کوښښ کوو چې هغه خوشاله وساتو. په نري رنځ اخته ناروغانو ته قناعت ورکړو او په دې خبره يې وپوهوو چې موږ له هغوی څخه کرکه نه، بلکې احتياط کوو چې ناروغي يې نورو ته ور نه شي. بايد د هغوی درملنه هم وشي چې په دې توګه به له يوې خوا هغوی خفه نه شي او له بلې خوا به يې روغتيا په برخه شي. د کابل ولايت يوه اوسېدونکې وايې: ”زه د نري رنځ ناروغي لرم، ډېر احتياط کوم، له لومړۍ ورځې راهيسي مې خپل د خوراک لوښي بېل کړي دي، لمسيان مې نه ښکلوم اونه يې ځان ته نژدې راپرېږدم، ځکه ډارېږم چې زما ناروغي ورنه شي. د تنفسي ناروغيو متخصص ډاکټر لطف الله منظور وايې:  | | | د نري رنځ بايد تل خوشحاله وساتل شي، له دې سره د هغوی روحيه پياوړې کيږي. |
”له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د نري رنځ له ناروغانو سره ښه چلند نه کېږي، ننګ ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې بايدکورنۍ کوشش وکړي چې له دغو ناروغانو سره ښه سلوک وکړي. هغوی خوشاله وساتي، پر وخت يې درملنه وکړي چې د هغوی روحيه پياوړې شي او د کمۍ او مايوسۍ احساس ونه کړي “. |