|
روغتيا او ژوند: کڅوک | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کڅوک يا آب چيچک يوه ساري او وايروسي ناروغي ده چې اکثره ماشومان نيسي. لويان هم په اخته کېږي خو په ماشومانو کې يې کچه لوړه ده او دلته هم د ماشومانو دکڅوک ناروغي څېړو. مېرمن ذکيه چې د کابل ولايت د چهار آسياب ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي : ”زموږ کلي ته دکڅوک ناروغي راغله، په هر کور کې ماشومان په اخته شول، زموږ په کورکې يې هم څلور ماشومان ونيول “. د کابل د اندراګاندي روغتون ډاکټر پاينده محمد صالحي وايې: ”د کڅوک ناروغۍ لامل يو ډول وايروس دی چې ډير وختونه د خولې په لاړو کې ژوند کوي. کله چې ناروغ خبرې کوي، ټوخېږي پرنجېږي اويا خاندي نو له لاړو سره د مکروبونو ذرې په هواکې خپرېږي. که چېري دا ذرې د هوا له لارې د روغوخلکو خولې، پزې يا سترګو ته ننوزي نو هغوی هم په دې ناروغۍ اخته کوي“. د يادونې وړ ده چې دا وايرس دلاړو تر څنګ د سترګو په نم کې هم ښه وده کوي. دا ناروغي کومې نښې نښانې لري، مېرمن ذکيه زياتوي: ”ماشوم مې لوړه تبه درلوده، ټوخېده به له سترګو څخه به يې اوبه راتلې، بيا يې پر وجود سرې تڼاکې راوختلې چې ډېر خارښ (کا) يې کوله“.
ډا کټر وايې چې د کڅوک د ژر ښه کېدو يوه ښه لار ناروغ ته د ښو او ګټورو خوړو ورکول دي لکه شنه سابه، ترکاري، مېوې او داسې نور. ددې ناروغۍ دمخنيوي لپاره بايد نور ماشومان له ناروغ ماشوم نه ليري وساتل شي خو د يادولو وړ ده چې دا ناروغي دلوښو او جاموله لارې نه انتقالېږي. د کابل ولايت دشېوکيو دسيمې يوه اوسېدونکې راحيله وايي: ”زموږ کلي ته د کڅوک ناروغي راغله ، زما د کاکا ګانو ټول ماشومان يې ونيول، زما ماما ويل چې کڅوک ساري ناروغي ده. بيا موږ خپل ماشومان د کاکا له ماشومانو سره يو ځای نه پرېښودل، موږ ويل چې په کڅوک اخته نه شي“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||