BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:58 گرينويچ 2008 ,27 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: په کم عمر کې د نجونو ودېدل

په کم عمر کې د نجونو ودېدل
هر نيم ساعت کې يوه مورداميدوارۍ له امله مړه کېږي چې يوعامل يې په کم عمرکې واده کول دي.
واده کول د کورنۍ جوړولو او ژوند يوه اړتيا ده خوځينې وخت ليدل کېږي چې نجونې د بېلابېلو دلايلو له مخي په کم عمر کې ودونه کوي چې دا کار يو شمېر خطرونه لري.

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو په وينا، په افغانستان کې په هر نيم ساعت کې يوه مور د اميدوارۍ له امله مړه کېږي چې يو عامل يې په کم عمر کې واده کول دي.

د پکتيکا ولايت يوه مېرمن وايې: ”ما په يوولس کلنۍ کې واده وکړ، تر دوو کالو پورې نه شوم اميدواره، تر هغه وروسته مې دوه ماشومان زيان شول او د درېيم ماشوم مې وينه لږ ده.

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو په وينا، په ټيټ عمر کې واده کول د ميندو د وجود د وينې د کمښت او د هغوی د ماشوم د ضايع کېدو يو لوی علت بلل کېږي.

دم ګړۍ په افغانستان کې له (٢٥) څخه تر (٣٠) فيصدو پورې ښځې د روغتيايي کلينيکونوآسانتياوې لري او پاته نورې يې په کورونو کې ولادت کوي.

د لنګون اوښځينه ناروغيو ډاکټره روزا تقدير وايې:

ډاکټر او ناروغه
په کم عمر کې واده کول ميندو ته اروايي ستونزې هم پيدا کوي.

”د کم عمره ميندو لنګون ځکه خطرناکه وي چې د هغوی وجود دغې مرحلې ته نه وي چمتو، ځکه نو بايد هغوی په روغتون کې ولادت وکړي.

په کم عمر کې واده کول ميندو ته اروايي ستونزې هم پيدا کوي. ارواپوه ډاکټر مصدق نادمي وايي:

”د کم عمره ميندو وجود او فکرخام وي، د مسئوليتونو درانه پېټي نه شي پورته کولای“.

د ډاکټرانو په وينا، د نوي ځوانۍ په لومړۍ مرحله کې نجونوته د درانه جسمي او فکري پېټي وړل ستونزمن کار وي،

نو له همدې امله په کم عمرکې د نجونو ودول هغوی ته يو شمېر ستونزې پيدا کوي.

يو ماشوم چې د شری په مرض اخته دیروغتيااو ژوند
شری
يوه ماشومه جې د نس ناستي په ناروغۍ اخته ده.روغتيا او ژوند
د نس ناستي مخنيوی
تر پېښو وروسته اروايي ستونزېروغتيا او ژوند
تر پېښو وروسته اروايي ستونزې
ماشوم جې اوبه څښيروغتيا او ژوند
روغتيا او سفر
د ملاريا مخنيوىروغتيا او ژوند
د ملاريا مخنيوى
 آميبروغتيا او ژوند
آميب
 اندسکوپي روغتيا او ژوند
اندسکوپي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>