|
روغتيا او ژوند: تر پېښو وروسته اروايي ستونزې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څنګه کولاى شو له هغه خلکو سره مرسته وکړو چې تر پېښو وروسته له اروايي ستونزو سره مخ کيږي. کېداى شي په ژوند کې د بېلا بېلو پېښو لکه چادونې، د موټرو له ټکر او دې ته ورته پېښو له امله ټپي شو. پېښې کولاى شي زموږ په ذهن کې ډيرې بدې خاطرې پرېږدي، او کله چې هغه پېښه را ياده شي بدن مو خولې کيږي او ډېر ناارامه کېږو. سيد نسيم وايي چې يو کال وړاندې يې د ماين په يوه چادونه کې کيڼه پښه پرې شوه او اوس يې اروايي ستونزې ډېر ځوروي. ځينې خلک چې کله له پېښو سره مخ کيږي، تر پېښې وروسته يې خاطرې ورسره پاتې کيږي. ډېري داسې کسان په خپګان يانې يوه ډول هيجان، اروايي اندېښنو او ويرې اخته کيږي.ډاکټر احمد فريد انوري په دې اړه وايي: "هغه ناروغ ته چې تر پېښو وروسته اروايي ستونزې پيدا کيږي، ناروغ له ژونده ځوريږي او د اروايي اندېښنو تر څنګ يې په وجود کې لړزه هم پيدا کيږي. اشتها يې کميږي، په نه خبره ژړا ورځي او کله چې يې پېښه ورياده شي نو بې هوښه کيږي، دا يو داسې حالت دى چې د ناروغ په ذهن کې د پېښو يادونه تکراريږي. سيد محمد وايي: "کله مې چې لور په يوه چاودنه کې معيوبه شوه، اروايي ستونزې ور ته پيدا شوې، چې کله به يې د هغې پېښې کيسې اورېدې، سترګې به يې له اوښکو ډکېدې. چيغې به يې وهلې او وروسته به يې د بدن ټول غړي لړزېدل او ډېره به وېرېده. ما د کورنۍ ټول غړي د هغې پيښې او هغې ته ورته کيسو له کولو منع کړل.
د دې پر ځاى به مو هغې ورته د خوشالۍ کيسې کولې او بوخته به مو ساتله، او د اروايي ناروغيو د ډاکټر تر څارنې لاندې به وه. کولاى شو ناروغان د اروايي اندېښنو، ويرې او اختلال څخه وژغورو، له دا ډول ناروغانو سره بايد هر سړى دوستي او مرسته وکړي، تر څو د هغوى ورځنۍ چارې تر اغيزې لاندې را نه شي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||