BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:40 گرينويچ 2008 ,23 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: روغتيا او سفر

يوه ماشومه چې ډوډۍ خوري
په سفر کې بايد داسې خواړه ولرو چې ژر خراب نه شي او بيا تودولو ته اړتيا پېښه نه شي.
روغتيا او سلامتيا ته پام کول په هر ځای او هر حالت کې يو خورا مهم او ضروري کار دی ځکه موږ هغه وخت کولی شو چې د خپل ژوند چارې په سمه توګه پرمخ بوزو چې روغ صورت ولرو

ځکه نو که موږ په خپل کور کې يو او که له کوره بهر او که له يوه ځايه بل ځای ته سفر کوو نو تر ډېره حده بايد کوښښ وکړو چې هم موږ پخپله او هم زموږ ماشومان ناروغه نه شي.

يوه ميرمن چې شفيقه نومېږي وايې: ״کله چې موږ له کابل څخه ايران ته تلو نو له ځان سره مو د څښلو لپاره پاکې اوبه او خواړه نه درلودل.

ماشومان چې به په لاره کې تږي کېدل نو هر ډول اوبه به يې څښلې همدا و چې يو ماشوم مې تر نس او خولې ايله شو او حال يې ډېر بد شو همدا راته تجربه شوه.

کله چې بيرته راستنيدو، له ځانه سره مې په پوره اندازه خواړه او اوبه واخيست او په دې توګه مو سفر په خير تېر شو.

ډوډی او اوبه دواړه د سفر له اړتيا وو څخه دي، په تيره بيا که چېرې موږ په توده هواکې سفر کوو

يو ماشوم چې اوبه څښي
 په سفر کې بايد له پاکو اوبو يا هغو اوبو څخه ګټه واخلي چې په بوتلونو کې وي.
ډاکټر صافی

او زموږ سره ماشومان هم وي نو له سفر څخه دمخه د ډوډۍ او پاکو اوبو انتظام کول يو ضروري کار دی.

د خوراک لپاره بايد داسې خواړه له ځانه سره واخلو چې ژر خراب نه شي او په لاره کې يې بيا تودولو ته اړتيا پېښه نه شي او پاکې اوبه خو بيا له هرڅه نه ضروری دی، ځکه د ناپاکو اوبو څښل انسان ډير ژر ناروغه کوي.

ډاکټر فياض صافی په دې باب وايي: ״که چيرې د سفر په وخت کې ناپاکه او ځنډني خواړه وخوړل شي يا ناپاکه اوبه وڅښل شي دا کار ډېر خطرناکه دی په تېره ماشومانو ته.

دا ټول شيان کولی شي يو غدايې تصمم رامينځته کړي او ناروغ ته نس ناستی او د خواګرځي پيداکړي.

همدا راز کېدی شي ناروغ ته د خيټې درد پيدا شي حتا ځينې و خت د سفر په وخت کې د ناپاکو شيانو خوړل وروسته د آميب د پيدا کېدو لامل هم ګرځي.״

کېدای شي سفر ډېرې ستونزې ولري او داسې ډېر عوامل شته چې د سفر په وخت کې د ناروغه کيدو سبب ګرځي چې يو له دغو عواملو څخه د ناپاکو او ځنډنيو خوړو، او ناپاکو اوبو څښاک دی.

ناروغه ماشومه
ځينې و خت د سفر په وخت کې د ناپاکو شيانو خوړل وروسته دنس ناستی او آميب د پيدا کېدو لامل هم ګرځي.

ناروغي ښايي په هر حالت کې سخته وي خو په داسې حال کې ناروغه کيدل چې د لارې مينځ وي هلته نه ډاکټر وي نه روغتون او نه درمل دا نو بيا ډيره سخته ده خو په لاره کې د ډاکټر نشتوالي دا معنی نه لري چې ناروغ ته بايد په خپل سر دوا ورکړو.

د ډاکټر صافي په وينا د سفر په وخت کې ماشومانو ته پر خپل سر دوا ورکول ډېر خطر لري بلکې ميندې کولی شي يوازې او، ار، اس يا مالګين پاکټونه له ځانه سره ولري او د نس ناستې په صورت کې يې خپلو ماشومانو ته ورکړي.

ښايې ځينې وخت ونه شو کولای د سفر لپاره ځان سره له کوره خواړه او اوبه واخلو او يا داسې شي چې زمونږ سره شته خلاص شي او موږ اړ شو چې له بازاره د خوړلو او څښلو لپاره څه واخلو.

د ډاکټر صافي په وينا کورنۍ بايد تر ډېره حده هڅه وکړي چې، له بازاره پاک او صحي خواړه واخلي، مثلاً هغه خواړه چې پوښلي وي او د خرابېدو امکان يې لږي وي.

همداراز هغوی کولی شي له معدني يا هغه اوبه وڅښي چې په بوتلونو کې پلورل کيږي د دې تر څنګ هغوی کولی شي هغه ميوې وخوري چې پوستکي لري له ځينو ميوو څخه چې هغه پوستيږي، ګټه واخلي.

د ملاريا مخنيوىروغتيا او ژوند
د ملاريا مخنيوى
 آميبروغتيا او ژوند
آميب
 اندسکوپي روغتيا او ژوند
اندسکوپي
لويه تبه ( محرقه )روغتيا او ژوند
لويه تبه ( محرقه )
 د شکر کنټرول روغتيا او ژوند
د شکر کنټرول
ګرګ ( سکبيس ) روغتيا او ژوند
ګرګ ( سکبيس )
له ټپيانوسره لومړنۍ مرستېروغتيا او ژوند
له ټپيانوسره لومړنۍ مرستې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>