BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:45 گرينويچ 2008 ,27 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: له ټپيانوسره لومړنۍ مرستې

ټپيانوسره لومړنۍ مرستې
پۀ يوه دقيقه کې تر ديارلس ځلو پورې با يد د ناروغ پۀ خوله کې، خپله ساه پو کړو.
د UNMACA د مشر شمس فضلي پۀ وينا د( 1386) کال پۀ اوږدو کې (531) تنه د ماين چاودنې له امله ټپيان او(162 ) تنه وژل شويدي.

لۀ يوه ټپي شوي تن سره د لومړنيو مرستو پۀ ترڅ کې لومړی بايد دټپي شوي وګړي تنفسي لارې پرانيستل شي او د وينې لۀ ضايع کيدا څخه يې مخنيوی وشي .

د پغمان ولسوالۍ يوې مېرمنې وويل : "مېړۀ مې د ماين په چاودنه کې ټپي شو، ژبه يې پۀ خوله کې غبرګه شوې وه ، پزه او خوله يې لۀ خټو ډکه وه،

ساه يې نۀ شوه ويستلی، دهغۀ د پزې او خولې خټې مو پاکې کړلې، ژبه مو ورته سمه کړه، بيا مو ورته مصنوعي تنفس ورکړ ".

د وزير محمداکبر خان روغتون ډاکټر محمد عارف وويل: " که يو ځل مو د ټپي تنفسي لارې پرانيستې، بيا يې هم د بې هوښۍ لۀ امله ساه نه شوه ايستله ، بايد مصنوعي ساه ورته ورکړ له شي .

له ټپيانو سره لومړنۍ مرستې
 د تنفسي لارو بندېدل اود وينې لۀ لاسه ورکول د ناروغ د مړينې لامل ګرځي.

داسې، چې ټپي بايداوږد وغزول شي، سر يې لږ غوندې شا خواته ټيټ کړی شي ، پزه يې پۀ دوه وو ګوتو ټينګه ونيول شي ، دټپي پر خولۀ دې پاک ټوکر وغوړول شي،

بيا خپله خوله د ناروغ پۀ خوله کېښوول شي او دهغه پۀ خولۀکې، پۀ يوه دقيقه کې ترديارلس ځلو پورې خپله ساه پو کړو، پۀ دې ډول کولای شويوۀ ټپي يا ناروغ ته ساه ورکړو " .

د تنفسي لارو بندېدل اود وينې لۀ لاسه ورکول د ناروغ د مړينې لامل ګرځي. د کابل اوسيدونکي منصوروويل : " د ترۀ زوی مې ماين والوځوۀ ، لۀ بدن نه يې وينه روانه وه،

پر ټپونومو ورته بوره واچوله،دتارين سوځېدلي ټوکرايره مو هم ورته پۀ ټپونو واچوله، خو بنسټيزکارمودا وکړ چې د ټپ پورتنۍ برخه مو کلکه وتړله او ژر مو روغتون ته ورساوۀ ".

ډاکټرمحمد عارف وويل :" که د لاسونو او پښو ټپ ژور وي، يا غړی پرې شوی وي، نو د ټپ پورتنۍ برخه بايد ښه کلکه وتړل شي،

له ټپيانوسره لومړنۍ مرستې
که ټپ ژور وي، يا غړی پرې شوی وي، نو د ټپ پورتنۍ برخه بايدکلکه وتړل شي.

خو که وينه دبدن لۀ بلې برخې تلله بيا بايد پخپله زخم وتړل شي،دا کار د ټپي د وينې لۀ ضايع کېدا څخه مخنيوی کوي.

پر ټپ باندې بايد د ايرې ، بورې او نورو شيانو لۀ اچولو څخه مخنيوی وشي، ځکه دا کار نۀ يوازې دا چې، وينه نه شي درولی، بلکې د ټيټانوس پۀ څېر نورې ناروغی هم پيدا کولی شي .

 شکر( ډيابېټ )روغتيا او ژوند
شکر( ډيابېټ )
تر زيان وروسته وينه بهېدنهروغتيا او ژوند
تر زيان وروسته وينه بهېدنه
بېواکه متيازېروغتيااوژوند
بېواکه متيازې
 د مرۍ التهابروغتيااو ژوند:
د مرۍ التهاب :
دکدودانې چنجیروغتيا او ژوند
د کدودانې چنجیِ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>