|
روغتيااو ژوند: د مرۍ التهاب | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د انسان دبدن غړوکې مرۍ خولۀ لۀ معدې سره نښلوي ، خود ځينو لاملونو لۀ کبله د ستونې مرۍ زخمي کيږي. د مرۍ دا زخم پۀ بدوهم اوړي چې دغه حالت ته د مرۍ التهاب يا ګزک ويل کيږي. ميرمن جميله وايې : ״ زړه مې جوش کاوه ،همدا د دې لامل وګرزيده چې اوس مې مری التهابي شوې .״ درمل خوړل لۀ ناروغي سره تړلې خبره ده خو د ګوليو خوراک پۀ خلکو کي سره توپيرکوي . د کابل دعلي آباد روغتون ډاکټر قمرالدين صديقي وايې : ״ که لۀ ګولۍ خوړو وروسته يو ګيلاس اوبه ونۀ څښل شي مری کې پاتې کيږي،دااودوامداره دزړۀجوش، د ګيميايي موادو څښل مرۍ التهابي کوي .״ جميله وايې : ״ د زړۀ جوش سره مې خولې ته جوش اوبۀ راځي. ډوډۍ چې خورم مرۍ مې سوځي، ،ان کله اوبۀ هم نه شم څښلی او پۀ اواز کې مې بدلون راځي . ״ د مړۍ تېرولو ستونزې او د غږ خرابېدل د مرۍ دالتهاب نښې نښانې وي ،خو که د زړۀ د جوش لۀ امله وي ،خولې ته ترخې اوبۀ راخي او د سينې قفس ورسره سوخي . هر هغه ناروغي چې مرۍ اغېزمنه کوي ټول د انسان ټول بدن ورسره اغېزمن کيږي ،وجود ناتوانه کيږي او دانسان ورځني کارونه لۀ ځنډ او خنډ سره مخامخ کيږي. ميرمن جميله وايې: لۀ هغه وخته چې مې مرۍ التهابي شوې ، هر هغه څه ته چې مې زړۀ کيږي نۀ يې شم خوړای لۀ همدې کبله مې بدن ډېر ناتوانه شوی . ډاکټران وايي دا روغتيايي ستونزه ده ځينې وختونه د سرطان رامينځته کېدو شونتيا هم پيدا کوي نو ځکه دا ډول ناروغان بايد ژر تر ژره ډاکټر سره مشوره وکړي . دکابل يواوسيدونکی وايې: درې کاله کيږي چې څه شی سم نه شم خوړای، پيل کې دا ستونزه لږ وه ما ويل ښه به شي خو اوس مې حال خراب دی . لکه څنګه چې يادونه وشوه د زړۀ جوش د مرۍ د التهابي کېدو يوبنسټيز لامل دی ،نو پۀ دې ناروغي اخته کسان بايدژرترژر خپله درملنه وکړي، اويا لږ تر لږ دې هغه څيزونه نۀ خوري چې دزړۀ جوش ډېروي، لکه ډېر ترخه او سرۀ کړي خواړه ، کاکاو لرونکي چاکليتونه ، ګاز لرونکې نوشابې او داسې نور . .
دفرزې ولسوالۍ يوه اوسيدونکې مېرمن وايې : زړه مې جوش کوي ، هڅه کوم هغه شيان ونه خورم چې دزړۀ جوش ډېروي لکه ترخه ، تيز او سرۀ کړي شيان خو ناروغان چې ګولۍ خوري لږ ترلږ بايد يو ګيلاس اوبۀ ورپسي وڅښي ،چې ګولۍ يې پۀ مرۍ کې پاته نۀ شي چې وروسته يې دشړېدو( تخريش) او التهاب لامل ونۀ ګرځي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||