BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:52 گرينويچ 2008 ,23 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د کدودانې چنجیِ

دکدودانې چنجی
که څوک د کدو دانې چنجی ولري، ډاکټر ته تګ او درملنه ورته ضروري ده.
په افغانستان کې د ډېرو خلکو صحي معلومات لږ دی او له همدې امله خلکوته ډول ډول روغتيايي ستونزې ورپېښېږي.

همداراز ، پاکۍ او نظافت ته پام نه کول او د چاپېريال ککړتيا هغه عوامل دي چې يو شمېر ناروغۍ پيدا کوي.

له دې جملې څخه يو هم په خېټه کې د ځينو چنجيو او پرازيتونو پيدا کېدل دي.

له دغو چنجيو څخه يو هم د کدودانې چنجی دی . دکابل ولايت دشېوکيو دسيمې يوه اوسېدونکې، مېرمن فرشته وايي :

” زما د لور له کوچنيوالي څخه غوښه خوښېدله .

دې ته به يې نه کتل چې دا غوښه پخه ده يانيمه پخه، بس خوړل به يې، ځکه يې په خېټه کې د کدودانې چنجی پيدا شو“ .

دکدو دانې د چنجي تر ټولو عمده لامل د غوايي او ماهي د نيمه اومې غوښې خوړل دي.

 د کدودانې د چنجي تر ټولو لويه نښه کمخوني ده چې، په دې حالت کې ناروغ ورځ په ورځ ډنګرېږي.

امکان لري چې د ناپاکو اوبو د څښلو، ناولو ترکاريو او داسې نورو له خوراک څخه هم پيدا شي.

د کابل ولايت د انتاني روغتون موءظف ډاکټر، محمد نعيم اکبري ددغې ناروغۍ د نښو په هکله وايي:

” د کدودانې د چنجي تر ټولو لويه نښه کمخوني ده چې، په دې حالت کې ناروغ ورځ په ورځ ډنګرېږي.

رنګ يي ژيړېږي،وجود يې ناتوانه کېږي او همداراز د خېټې په پورتنۍ برخه کې درد احساسوي، تل په نس ناستې اخته وي او ورځ په ورځ ډنګرېږي“.

د کابل ولايت يوه مېرمن داسې وايي :

” زما ورور د کدودانې چنجی درلود،کله چې به يې د کدو دانې د چنجي درمل وخوړل،

نو کابو دوه ساعته وروسته به ترنامه پورې په تودو اوبوکې کېناست. په دې توګه به چنجی بند پر بند بېل او په اوبو کې به ترې راولوېدل“.

ډېری وختونه داسې پېښېږي چې د درملنې پر مهال د کوم علت له مخې د چنجي سر په کولموکې پاتي او بيرته وده کوي او غټېږي.

معده او کولمې
داسي هم پيښيږي چې کله کله د چنجي سر په کولمو کې پاته شي.

ځکه نو تر درملنې وروسته له دريو، تر شپږو مياشتو پورې بايد وخت پر وخت د ناروغ لابراتواري معاينه وشي چې په دې ډول د ناروغ بشپړه روغتيا يقيني شي.

په ګېډه کې د چنجيو د پيداکېدو د مخنيوي تر ټولو ښه لاره نظافت، خوراک او څښاک ته پاملرنه ده. يوه مېرمنه چې مريمه نومېږي وايي:

زه په دې پوهېږم چې د نيم خامې غوښې خوړل د کدودانې چنجی پيدا کوي، ځکه نو نه خپله نيم خامه غوښه خورم او نه يې خپلو ماشومانو ته ورکوم.

همداراز تازه ترکارۍ ښې مينځم او د څښلوپه او بوکې کلورين اچوم“.

دغاړې مرۍ روغتيا او ژوند
د غاړې د مريو ساتنه
دغاړې مرۍ روغتيا او ژوند
د غاړې مرۍ
دهډوکو ورستېدلروغتيا او ژوند
د هډوکو ورستېدل
 زړه روغتيا او ژوند
ماشومان او د زړه کمزوري
يخ سوځولو روغتيا او ژوند
د يخ سوځولو لومړنۍ مرستې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>