|
روغتيا او ژوند: د غاړې مرۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د انسان غاړه اووه مرۍ لري او د نورو مهمو عصبي رشتو ترڅنګ نخاع شوکي يا حرام مغز چې په وجود کې د اعصابو د يوه کېبل په توګه کار کوي، هم په غاړه کې موقعيت لري . د غاړې مرۍ پر دوه ډوله بې ځايه کېږي . يوناڅاپه اوبل ورو ورو چې، هر يو يې ځانته عوامل لري . د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکې داسي وايي : ” ما خياطي او خامک کاوه، تل به مې سر ټيټ نيولی و، دوه درې کاله مخکې مې په غاړه کې درد پيدا شو اوڅه وخت وروسته پسې ډېر شو. خو زه بې پرواشوم او خپل کار ته مې ادامه ورکړ، هغه و چې پښې او لاسونه مې فلج شول، تر معاينې وروسته ثابته شوه چې، زما د فلج کېدو لامل د غاړي د مريو بې ځايه کېدل دي“. د غاړې د مريو د بې ځايه کېدو په ترڅ کې يا مرۍ سره نږدې او ياهم ليري کېږي، مانا داچې له خپل اصلي ځايه بې ځايه کېږي. په غاړه کې د هرو دوو مريو ترمنځ توشلې (مردکې ) ته ورته يوډول جوړښت دی چې، د غاړې د ډسک په نامه يادېږي او له کرپندوکي يا ککرکيو څخه جوړ شوی دی . په همدې ډسکونو غاړه يوې او بلې خواته ګرځي، خو کله نا کله دځينو عواملو له مخي دغه کرپندوکي وموښل شي او د غاړې مرۍ سره نږدې کوي . د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ يوه اوسېدونکې داسي وايي : " ما پر سر باندې غټ پنډونه وړل چې له همدې امله مې د غاړې مرۍ بې ځايه شوي“ . په کابل کې د اندراګاندي نومي د روغتون مرستيال او د اورتوپيدي د برخې متخصص ډاکټر، خليل الله هود خېل په دې باب داسي وايي : ” دغه ستونزه اکثره هغو خلکوته پيداکېږي چې غاړه يې ټيټه نيولې وي، لکه خياطي، غالۍ اوبدل، پر جګ بالښت ويدېدل ، د درس ويلو پرمهال سر ټيټ نيول اونور دغاړې مرۍ بې ځايه کوي. همداراز پر سر باندې د درندو بارونو وړل ، د درنو شيانو پورته کول، د غاړې التهابي يا ګزکي کېدل هم د غاړې د مريو دبې ځايه کېدو سبب ګرځي“ د کابل ښار يو اوسېدونکی ابراهيم وايي : ” زما موټر ټکر وکړ، تر معاينې وروسته معلومه شوه چې، د غاړې ځينې مرۍ مې سره ليري شوي دي. اوس مې تر غاړې کښته ټول وجود بې حسه دی. کله ناکله بې اختياره ادرار راڅخه کېږي“. د غاړې او سر په برخه کې د شديد درد احساس او د لاسونو او د پښو فلج کېدل هغه خطرونه دي چې د غاړې د مريو د بې ځايه کېدو له امله ناروغ ته پيداکېږي. کله چې د مريو تر منځ له ککرکيو څخه جوړ شوي ساختمانونه وموښل شي، نويوه مرۍ په بلې کې ننوزي او خرابېږي، همداحالت دی چې د پښو او لاسونو د فلج کېدو لامل ګرځي.
ميرمن زرمينه وايي : ” زماپه بازوګانو او د لاسونو په ګوتوکې يو ډول ګز ګز پيدا شوی و، غاړې مې درد کاوه او له غاړې څخه ترسره به مې په بدن کې څړيکې پداشوې“ . دغاړې په برخه کې کوچنۍ عصبي رشتې تېرې شوي دي چې د غاړي د مريو د بې ځايه کېدو پرمهال فشار پر راځي. لومړي ناروغ ته د غاړې، اوږو اوسر په برخه کې درد پيدا کېږي. بيا درد او بې حسۍ لاسونو او پښوته هم غځېږي، ناروغ ګنکس وي او پښې يې کمزوري کېږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||