BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:51 گرينويچ 2008 ,23 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: ګاز نيول

يو تن چې ګاز نيولی
د اکسېجن کمښت پخپله ګازنيول پېښوي.
اکسېجن د ژوند لپاره يو ضروري شی دی چې، د ټولو ژونديو موجوداتو ژوند ورپورې تړلی دی.

يو بالغ انسان په يوه ګړۍ کې لږ تر لږه له (١٢) څخه تر(١٥) ځلو پورې تنفس کوي.

په هرځل سا ايستلوکې سږو ته د نيم لېټر په اندازه هوا ننوزي. په اوسط ډول هر انسان له شپږو تر اتو لېټرو پوري هوا ته ضرورت لري چې همدا اکسېجن د وينې له لارې په ټول وجود کې خپرېږي.

کاربن مونواکسايډ يو ډول بې بويه او بې رنګه ګاز دی چې د لرګيو او ډبرو د سکرو، د سونګ د ګازو، لرګيو د ناسمې سوځېدنې او همدا راز د ځينو چاودنو او اورلګېدنو په ترڅ کې پيداکېږي.

د ګاز نيولو حالت!
دوه تنه چې ناروغ سره مرسته کوي
 د کاربن مونواکسايد ګاز تنفس يو ډول مسموميت پېښوي او انسان د يو ډول خپګان او ژورې سردردۍ احساس کوي.
ډاکټران

د کاربن مونواکسايد ګاز تنفس يو ډول مسموميت پېښوي او انسان د يو ډول خپګان او ژورې سردردۍ احساس کوي چې، دغه حالت د ګاز نيولو ياګاز اخيستلو په نوم يادېږی.

يوه مېرمن په دې اړه وايي: يوه شپه زموږ د ګاونډي په کورکې د ګاز نيولو له امله شپږ نفره مړه شول“.

د ژمي په راتلو او د هوا په سړېدو خلک په خپلو کورونو کې د سونګ بېلابېلو مواد استعمالوي.

دبېلګې په ډول په ګازي بخاريوکې له ګازو او په صندليوکې له سکروڅخه کار اخلي، ځکه نو په ژمي کې د ګاز نيولو پېښې ډېرېږي.

يوه ګازي بخارۍ کولای شي چې د لسو کسانو د تنفس په اندازه په کوټه کې موجود اکسېجن مصرف کړي چې، د اکسېجن کمښت پخپله ګازنيول پېښوي.

له بلې خوا د ګازو د ناسمې سوځېدنې له کبله د مونواکسايډ ګاز پيداکېږي چې تنفس يې د انسان لپاره ډېر خطرناک دی.

په سرپټو ځايونوکې د اکسېجن کمښت او د کاربن ډای اکسايډ ګازو ډېرېدل د انسان په تنفسي سيسټم کې ډېر تغيرات راولي او انسان نه شی کولای چې په سمه توګه تنفس وکړي.

د ګازو بخارۍ
 يوه ګازي بخارۍ کولای شي چې د لسو کسانو د تنفس په اندازه په کوټه کې موجود اکسېجن مصرف کړي.
ډاکټر غلام رسول

د يادونې وړ ده چې له وينې سره د کاربن ډای اکسايډ د ګازو يوځای کېدل د اکسېجن په پرتله، کابو (٢٠) برابره ډېردی،

ځکه کله چې کاربن ډای اکسايډ د کوټې په فضا کې خپور شي، نو د تنفس له لارې دانسان وجود ته ننوزي او هلته د وينې له هيموګلوبينو سره يوځای کېږی.

په دغسي يوه حالت کې هيموګلوبين وينې ته اکسېجن نه شي رسولای چې په پايله کې يې انسان د اکسېجن په کمښت اخته کېږي.

ډاکټر غلام رسول د ګاز نيولو د خطرونو په باب وايي:

کله چې انسان ګاز ونيسی نو عصبي سيسټم يې کار پرېږدي او ذهني حالت يې خرابېږي،

همداراز د اکسېجن کمښت انسان بې هوښه کوي او ان د زړه د درېدو امکان يې هم شته“.

يو تن له خپلو ماشومانو سره
په لومړي ګام کې بايد ناروغ له کوټې څخه دباندي ازادې هواته وايستل شي.

يوه مېرمن وايي: ”د حمام کولو پر مهال مې په تشناب کې ګازي بخارۍ لګولې وه چې ګاز ونيولم،

پر سر مې درد شو، په غوږونو کې مې غوراری پيداشو، زړه مې بدبدکېده (تل تل کېده).

پښې مې سستې شوې، نوکان مې شنه واوښتل اوسرمې سره وګرځېد“.

ټوخی او له خولې څخه دځګ راتلل دګاز نيولولومړۍ نښې بلل کېږي چې ددغو نښوپه ليدوسره بايد ناروغ ډېر ژر ډاکټرته يووړل شي.

د ګاز نيولو پر مهال د لومړنيو مرستو له لارې کولای شو ناروغ د مرګ له خطر څخه وساتو.

ډاکټران په دې باور دي چې، په لومړي ګام کې بايد ناروغ له کوټې څخه دباندي ازادې هواته وايستل شي.

د ګاز نيولو علايم
ډاکټر غلام رسول
 کله چې انسان ګاز ونيسی نو عصبي سيسټم يې کار پرېږدي او ذهني حالت يې خرابېږي، همداراز د اکسېجن کمښت انسان بې هوښه کوي
ډاکټر غلام رسول

په دوهم ګام کې يې کمر بنداو تنګي جامې ځنې وباسو او يايې ګرېوان ورخلاص کړو چې سا ايستل يې اسان شي،

که د ناروغ حالت ډېرخراب او روغتيايي مرکز نږ دې نه وي، بايد مصنوعي تنفس ورکړل شي.

د سمنګان ولايت يو اوسېدونکی، اميدالله په دې باب داسي وايي: ”زما ورور په صندلۍ کې د سکرو ګازو ونيو چې حالت يې ډېر خراب و او روغتيايي مرکز هم ډېر ليري و.

موږ ناروغ لومړی ازادې هواته وه ايست، مخ او لاسونه مو ور لانده کړل، د خولې ځکونه مو ورپاک کړل چې د سا ايستلو لار يې خلاصه شي او ډاکټر ته تر رسېدو مخکې مو مصنوعي تنفس ورکړ“.

رواني خپګان او دا نجلۍروغتيا او ژوند
ځوانان او رواني خپګان
يو تن د سګرټو له دود سرهروغتيا او ژوند
لوګی
امېدواره مورروغتيا او ژوند
امېدواره مېندې اود خاورو خوړل
له حج څخه راستانه شوي حاجياند ابادۍ غږ
د حاجيانوهرکلي اوډ ېر لګښتونه
په ماشومانو کې خاوره خوړلروغتيا او ژوند
خاوره خوړل
په اېډز اخته ماشومانروغيا او ژوند
په ماشومانوکې ايدز
خپګان د دې ماشومې په څېره کېروغتيا او ژوند
د ماشومانو خپګان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>