BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:14 گرينويچ 2008 ,13 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: لوګی

يو تن د سګرټو څښولو پر مهال
په نړۍ کې هرکال کابو پنځه ميليونه وګړي د سګرټو څکولو له کبله مري.
د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان د ښوونځيو پر شاګردانو يوه څېړنه کړې چې،

په سلوکې (٥٠) له کوره دباندې اوپه سلوکې (٧٠) ماشومان او نوي ځوانان په خپلو کورونو کې له لوګي سره مخ دي.

دغه څېړنه ښيي چې په نړۍ کې هرکال کابو پنځه ميليونه وګړي د سګرټو څکولو له کبله مري.

د انسان وجود له حجراتو څخه جوړ دی چې، دغه حجرات دخپل ژوند د پايښت لپاره اکسېجن ته اړتيا لري.

د تنفس له لارې سږي له هوا څخه اکسېجن اخلي او د وجود نورو برخو ته يې رسوي، نو له همدې امله د صافې هوا تنفس د روغتيا لپاره ضروري دی.

سګرېټ هغه افت دی چې هم خپله سګرېټ څکوونکي او هم د هغه پر شاوخوا خلک د صافي هوا له تنفس کولو څخه بې برخې کوي. اوس پوښتنه داده چې دود يا لوګی ولي د انسان روغتيا ته ضرر لري؟

په دې هکله د کابل د طبي پوهنتون استاد او علي آباد روغتون کې موظف ډاکټر، حنان خوشحال صافی وايي:

داکټر حنان خوشحال
 دود په خپل ترکيب کې هم کاربن ډای اکسايډ او هم کاربن مونو اکسايډ لري. دغه دواړه ګازونه د انسان روغتيا ته ډېر ضرر لري.
ډاکټر حنان خوشحال

”دود په خپل ترکيب کې هم کاربن ډای اکسايډ او هم کاربن مونو اکسايډ لري. دغه دواړه ګازونه د انسان روغتيا ته ډېر ضرر لري.

د وينې سره کرويات د کاربن مونو اکسايډ سره ډېره ليوالتيا لري، ځکه يې ژر اخلي او د وجود ټولو برخوته يې رسوي چې د انسان پر ټول وجود بد اغېزکوي.

طبي څېړنې ښيي، هغه خلک چې دسګرېټو د دود په چاپېريال کې اوسېږي روغتيا يې د سګرېټ څکوونکو خلکو په کچه له خطر سره مخ ده.

د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي: ”ز ما وروڼه تل په کوټه کې سګرېټ څکوي، زما خور د زړه ناروغي لري د سګرټو لوګي ورته تاوان لري.

د خور مې تل له وروڼو سره جنجال وي چې، سګرېټ دي نه څکوي او يادي يې دباندې وڅکوي“.

په امريکا کې پر کابو (٤٥٠٠) ماشومانو يوه ترسره شوې څېړنه ښيي چې دسګرېټو په لوګي کې داسې مواد شته چې د سږو له لارې وينې ته ننوزي او د ماشومانو پر ذهن او فکر بد اغېز کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي: ”اوسمهال په نړۍ کې د تنباکو د استعمال له امله د رامنځته شويو مړينو او معلوليتونو کچه د بلې هرې ناروغۍ په پرتله لوړه ده“. په دې باب بي بي شيرينه داسي وايي:

يو تن ناروغ
 اوسمهال په نړۍ کې د تنباکو د استعمال له امله د رامنځته شويو مړينو او معلوليتونو کچه د بلې هرې ناروغۍ په پرتله لوړه ده.
د روغتيا نړيوال سازمان

”زما د کاکا ښځې له پېغلتوبه چلم او سګرېټ څکول، (٣٠) يا (٣٥) کاله وروسته هغې ته ټوخی او سابندي پيدا شوه، تر هغه وروسته يې ناروغي ورځ په ورځ ډېرېده.

کله چې مو ډاکټر ته بوتله نو هغه وويل چې، دسږي سرطان لري او علت يې چلم اوسګرېټ څکول دی.

تر هغه وروسته مو ډېرې دواګاني په وکړې، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه او له دې ناروغۍ څخه مړه شوه“.

ډاکټر صافی په دې اړه وايي: ”سږي بايد پاک او صاف اکسېجن واخلي او د وجود ټولو انساجو ته يې ورسوي، خو باالعکس د لوګي په صورت کې سږي مضره مواد تنفس کوي چې پر وجود بد اغېز کوي.

په لومړي ګام کې خوله او تنفسي سيسټم له خطر سره مخ کوي او ځينې روغتيايي پوهان په دې باور دي چې، د تنباکو لوګی دسږو سرطان ته زمينه برابروي“.

اوس پوښتنه داده چې دتنباکو له دود څخه پرته نور دودونه هم دانسان روغتياته زيان لري کنه؟ يوه مېرمن په دې باب وايي:

”کليوالي ژوند دی، په تنور او په نغري کې خس او خوشايي سوځوو.

سګرټ او د هغه لوګی
 سګرېټ څکول په يوه ضرورت نه، بلکې په يوه عادت بدلېږي، ځکه نو پرېښودل يې کوم سخت کار نه دی، خو يوازي يوه غښتلې اراده غواړي.
ډاکټر صافي

د همدې لوګيو له لاسه زما د لور د پزې نل بند شوی (په سينوزيت اخته شوې) تل يې پر سر درد وي.

ماته هم د دود له امله دسترګو تکليف پيدا شو چې، بيامې عمليات کړ“. ډاکټر حنان صافی وايي:

”د انسان حجرات خالص اکسېجن ته ضرورت لري، نو بې له اکسېجن څخه هر دود د انسان صحت ته نقص لري.

سګرېټ انسان په تدريج سره وژني خو داسې نور دودونه شته چې سړی سم دلاسه وژني“.

د غزني ولايت يو اوسېدونکی اسماعيل وايي: ”ما کلکه اراده وکړه چې سګرېټ پرېږدم، هغه و چې سګرېټ مې پرېښودل او بيا مې تر اوسه نه دي څکولي“.

ډاکټر صافی وايي: ”سګرېټ څکول په يوه ضرورت نه، بلکې په يوه عادت بدلېږي، ځکه نو پرېښودل يې کوم سخت کار نه دی، خو يوازي يوه غښتلې اراده غواړي.“

امېدواره مورروغتيا او ژوند
امېدواره مېندې اود خاورو خوړل
له حج څخه راستانه شوي حاجياند ابادۍ غږ
د حاجيانوهرکلي اوډ ېر لګښتونه
په ماشومانو کې خاوره خوړلروغتيا او ژوند
خاوره خوړل
په اېډز اخته ماشومانروغيا او ژوند
په ماشومانوکې ايدز
خپګان د دې ماشومې په څېره کېروغتيا او ژوند
د ماشومانو خپګان
د زړه کمزوريروغتيا او ژوند
د زړه کمزوري
د سړيو شنډوالیروغتيا او ژوند
د سړيو شنډوالی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>