BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:06 گرينويچ 2007 ,29 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د زړه کمزوري
د زړه کمزوري
د انسان زړه هله کمزوري کېږي چې فشار ورباندي راشي
په کابل کې د علي اباد او ابن سينا روغتونونو د چارواکوپه وينا،

دوی ته هره ورځ له (٣٠) څخه تر (٤٠) پوري د زړه ناروغان راځي چې، د ډېری ناروغانو د ناروغۍ علت د زړه کمزوري وي.

کله چې زړه د ډېر فشار له کبله ناتوانه شي او ونه شي کولای چې، خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي،

ياني د اړتيا وړ اکسېجن او وينه وجود ته و نه لېږدوي، دې حالت ته د زړه کمزوري ويل کېږي.

د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکې شيرين ګله داسي وايي: ”لومړی مې د وينې لوړ فشار او د شکرې ناروغي درلوده او اوس مې ورسره زړه هم کمزوری شوی دی“.

يو بل ناروغ چې حاجي وکيل نومېږي داسي وايي:

د زړه د کمزورېدو علت
د زړه ناروغ
کله چې زړه د اړتيا وړ اکسېجن او وينه وجود ته و نه لېږدوي، دې حالت ته د زړه کمزوري ويل کېږي.
ډاکټر

(٥٥) کاله کېږي چې چلم څکوم، له همدې درکه مې اوس زړه کمزوری شوی دی“.

خو داچې په مجموع کې کوم شيان د انسان زړه کمزوری کوي، په دې اړه په کابل کې د ابن سينا روغتون د زړه او تنفسي ناروغيو متخصص، ډاکټر محمد نقيب رحيمي داسي وايي:

”ځينې نوري ناروغۍ او روغتايي ستونزې د زړه د کمزوری لامل ګرځي، لکه د وينې لوړفشار، د زړه روماتيزم، دزړه لوي والی، د زړه د والونو بندېدل،د زړه په جوړښت کې ستونزې،د شکر ناروغي اونور.

ددې ترڅنګ د الکولو اوسګريټو استعمال هم د نوموړي ناروغۍ لاملونه کېدای شي“. زړه د وجود خورا حساس غړی دی، ځکه چې زړه د انسان پر ټول وجود او ورځنيو فعالتو نوبده اغېزه کوي.

د زړه هره ناروغي خطرناکه ده، خود زړه د کمزورۍ د خطرونو کچه ځکه لوړه ده، چې ناروغ يوه بله ناروغي لري چې په دې ډول دوې ناروغۍ سره ځای او خطرونه يې دوه برابره کېږي.

ډاکټر محمد نقيب رحيمي
 ځينې نوري ناروغۍ د زړه د کمزوری لامل ګرځي، لکه د وينې لوړفشار، د زړه روماتيزم، او داسې نور او د الکولو اوسګريټو استعمال يې لو لامل دی.
ډاکټر رحيمي

هره ناروغي د نښو له مخي پېژندل کېږي، چې سابندي، ناڅاپه له خوبه ويښېدل،

د پښو اوګېډې په برخه کې پړسوب، اوږد مهاله ټوخی،

د وزن ډېرېدل او د ينې (ځيګر) اغيزمن کېدل يې عمده نښې دي.

د کابل ولايت يوه مېرمن چې زړه يې کمزوری دی داسي وايي:

”سا مې بندېږي، پر لوړه نه شم ختلای، دوه قدمه چې واخلم، سامې داسې بنده شي چې تر خولې مې چيغې وزي، ډېره په تکليف يم“.

د انسان زړه هله کمزوري کېږي چې فشار ورباندي راشي يا په بله وينا، کار ورباندې ډېرشي،

ځکه نو ددې ناروغۍ ددرملنې يوه لاره پر زړه باندې د کار کمول دي، ډاکټر رحيمي په دې باب وايي:

د زړه د کمزورۍ مخنيوي
وخت پر وخت د زړه معاينه کول، د هغو ناروغيو درملنه چې زړه کمزوری کوي، د مالګې لږ استعمال او له چاغوالي څخه ځان ساتل.
ډاکټر رحيمي

”د زړه د کمزورۍ درملنه د ناروغۍ د علت په له منځه وړلو پوري اړه لري، ياني که دهغې ناروغۍ درملنه وشي چې ددغې ناروغۍ سبب ګرځېدلې ده، نود زړه کمزوري په خپله جوړېږي“.

وايي چې روغ عقل په روغ وجود کې وي او دايو حقيقت دی چې ورزش د ناروغيو په مخنيوي او د وجود دسلامتيا په ساتنه، په تېره بيا د زړه د کمزورۍ په مخنيوي کې لويه وڼډه لري.

د ډاکټر له خوا وخت پر وخت د زړه معاينه کول، د هغو ناروغيو درملنه چې زړه کمزوری کوي،

د مالګې لږ استعمال، له چاغوالي څخه ځان ساتل ددې نارغۍ په مخنيوي کې ډېره ګټه لري.

د سړيو شنډوالیروغتيا او ژوند
د سړيو شنډوالی
د ښځو شنډوالیروغتيا او ژوند
د ښځو شنډوالی
سينوزيټروغتيا او ژوند
سينوزيت
يوه ميرمنه چې د وينې له کمښت سره مخ دهروغتيا او ژوند
د وينې کمښت
بې خوبه ميرمنهروغتيا او ژوند
بې خوبي
د زنګانه دردروغتيا او ژوند
د زنګانه درد
د يوې ماشومې التهابي سترګېروغتيا او ژوند
د سترګو مکروبي التهاب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>