|
روغتيا او ژوند: بې خوبي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
بې خوبي يا د خوب کمښت يوه روغتيايي ستونزه ده چې، لږ تر لږه په سلوکې شل خلک د خپل ژوندانه په اوږدو کې ورسره مخ کېږي. دخوب د اړتيا کچه په خلکوکې توپير کوي، د بېلګې په توګه کېدای شي يو څوک تر پنځو ساعتونو خوب وروسته ځان ارام، تازه او داسې احساس کړي چې خوب يې پوره شوی دی. خو يو بل څوک بيا کېدای شي چې تر (١٠) ساعته خوب وروسته بياهم د کسالت اوبې خوبۍ احساس ولري. بې خوبي دوه ډولونه لري چې، يوه يې کاذبه يادروغجنه او بله يې رښتينې بې خوبي ده. دروغجنه بې خوبي دې ته وايي چې، يو څوک ظاهراً ويده وي، خو د رويا په نړۍ کې ويني چې، ويښ دی او د ويده کېدو په هڅه کې دی،
بياچې کله له خوبه پاڅېږي، نو کسالت او بې خوبۍ احساس کوي. دوهم ډول رښتينې بې خوبۍ ده چې، يوڅوک ويښ وي او خوب نه ورځي. بې خوبي په هر دليل چې وي، د انسان روحي او جسمي روغتيا او فعاليت تر ډېرې اغېزې لاندې راولي او ډېرخطرونه لري. د کابل ولايت د اروايي روغتيا روغتون مرستيال، ډاکټر عبدالاحد قريشي په دې هکله وايي: بې خوبي د انسان پر روح او روان باندې ډېرې بدې اغېزې کوي. ډېری بې خوبه کسان فکري تسلسل نه شي ساتلای، دغه راز د پرېکړې او قضاوت پر مهال هم له ستونزو سره مخ کېږي. بې خوبه کسان که څه هم ډېرخوراک کوي، خو بياهم لږه انرژي اخلي، ځکه نو ورځ په ورځ يې د وجود مقاومت ټيټ او ان وروسته يې د مړينې لامل هم ګرځي“. بې خوبي خورا ډېر عوامل لري، د بېلګې په توګه کېدای شي د ورځني ژوند ناخوالې د بې خوبۍ سبب شي يا يوڅوک د ډېر کار کولو په سبب د خوب کولو وخت له لاسه ورکړي.
دغه راز کېدای شي چې، ځينې جسمي او رواني ستونزې هم يوچاته بې خوبي پيداکړي. بې خوبي د نوموړي ستونزې د لاملونو تر پېژندګلوۍ او درملنې وروسته رغېدای شي. ځينې کسان بيا په دې باور دي چې، د کتاب لوستل، د موسيقۍ اورېدل، د خوب دکوټې تياره فضا او د ځينو دعاګانو لوستل هم هغوی ته خوب ورولي. خو ډاکتران بيا په دې باور دي چې، د ټولو هغو لاملونو له منځه وړل چې، د انسان روحي او جسمي ارامي له منځه وړي، په حقيقت کې د بې خوبۍ د له منځه وړلو يوه ښه لاره ده. په ورځني ژوند کې د يوه منظم کاري مهالوېش درلودل له بې خوبۍ څخه په ساتلوکې لويه ونډه درلودای شي.
دبې خوبۍ دنورو وقايوي لارو چارو په باب ډاکتر قريشي داسي وايي: ”د ځان او چاپېريال پاک ساتل، ذهن له بدو او ځورونکو سوچونو څخه ساتل، ورځنيو ستونزو ته د حل لارې موندل، د بې خوبۍ د عامل ناروغيو درملنه او په ژوندکې دمنظم کاري پلان درلودل دبې خوبۍ دمخنيوي لارې چارې دي“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||