BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:08 گرينويچ 2007 ,04 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د مخ داغونه

په مخ داغونه
په مخ داغونه په مېرمنو کې د سړيو په پرتله ډېر ترسترګوکيږي.
پر مخ د داغونو پيدا کېدل د پوستکې يوه ناروغي ده، چې اکثره په ځوانو نجونو او مېرمنوکې ليدل کېږي.

دغه داغونه پر وچلي (تندي)، باړخوګانو او زنې باندې وي، چې نسواري او خړ رنګ لري.

دغه داغونه له (٢٠) کلنۍ څخه نيولې بيا تر (٣٠) کلنۍ پورې عمر کې ډېر پيدا کېږي،

چې په مېرمنو کې د سړيو په پرتله ډېر ترسترګوکيږي. دبلخ ولايت يوه مېرمنه دخپل مخ د دا غونو په اړه داسې وايي:

زما پر مخ داغونه دي، زه فکرکوم، چې دا به د تنور له خاطره وي، ځکه چې تر تناره دمخه به زما مخ غوړو“.

په کابل کې د افغان نومي روغتون د جلدي ناروغيو متخصص ډاکټر عبدالواحد صفا په دې باب وايي:

”ددې ناروغۍ عوامل اوږد مهاله بې خوبي، سټريا، ښه خوراک نه کول، لمر ته ډېر ګرځېدل يا کار کول،

په مخ د داغونو علت
له خوارځواکۍ، بې خوبۍ، لمر ته ډېر ګرځېدل او په امېدوارو مېرمنوکې دځينو ويټامينونو کمښت له کبله پيدا کيږي.
ډاکټر صفا

د ښځو د مياشتني عادت بندېدل او په امېدوارو مېرمنوکې دځينو ويټامينونو کمښت دی“.

د ښه او روښانه پوست درلودل د ښکلا يوه برخه ده، نو کله چې د يو چا پر مخ داغونه پيدا شي بايد خامخا د درملنې په فکر کې شي. د ياونې وړ ده، چې ځينې کورنۍ درملنې هم شته.

يوه مېرمن، چې د کابل ولايت اوسېدونکې ده، داسې وايي: ”زه خوږولې (شيرين بويه) خيشتوم، د شپې مهال يې پر مخ ږدم او سهار يې بيرته خپل مخ مينځم.

دغه ډول اوم پېروی هم په مخ پورې کوم او شين پياز (نوش پياز) له مستو سره خورم،

چې دې علاجونو ما ته ډېره ګټه کړېده“. خو ډاکټر صفا بيا د کورنيو درملونو په اړه داسې وايي:

”ښايي له خوارځواکۍ، اوږد مهالې بې خوبۍ او د لمر له وړانګو څخه ځان ساتل،

ترکاری او ميوې
 خوب کول، له لمر څخه ځان ساتل، د اميدوارۍ پر مهال پوره ويټامينونه اخيستل، ترکاريو اومېوو خوړل يې دمخنيوي ګټورې لارې دي“.
ډاکټر صفا

دغه ډول د لمر ضد کريمونو کارول دغه ناروغي لږ کمزورې کړي، خو بيا هم له يوه جلدي ډاکټرسره مشوره ضروري ده“.

تردې ځايه خومو د مخ دداغونو پر نښونښانو، عواملو او ځينو کورنيو درملونو خبرې وکړې.

اوس به دې ته راشو چې، څنګه کېدای شي، چې پر مخ مو لکې ياداغونه پيدانه شي ؟ بياهم ډاکټرعبدالواحد صفا:

”په منظمه توګه خوب کول، له جسمي او روحي پلوه ارام کول، له لمر څخه ځان ساتل،

د اميدوارۍ پر مهال پوره ويټامينونه اخيستل، د شنوسابو، ترکاريو اومېوو خوړل يې دمخنيوي ګټورې لارې دي“.

د سترګو غير مکروبي التهابروغتيا او ژوند
د سترګو غير مکروبي التهاب
يوه ښځه او د هغې پيشوروغتيا او ژوند
توکسوپلا زموزس
چوره شوی ماشومروغتيا او ژوند
چوره
اميدواره ښڅهروغتيا او ژوند
د امېدوارۍ د دورې خطرونه
يو تن د ستنې لگولو په حالت کېروغتيا او ژوند
ايذز
د ملاريا مياشهروغتيا او ژوند
دماغي ملاريا
د غوږ دردروغتيا او ژوند
دغوږونو درد
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>