|
روغتيا او ژوند: دماغي ملاريا | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د وقايوي طب د ملاريا د برخې رئيس، ډاکټر خليل کوهستانی وايي: ” په افغانستان کې له تېرکال راهيسې (٢٦٥) زره د ملاريا پېښې ثبت شوي چې، نژدې (٧٠٠٠) يې دماغي ملاريا، يا پلازموديم فالسي پارم پېښې دي“. دنړيوال روغتيايي سازمان د چارواکو په وينا، په نړۍ کې هر کال تر (٥٠٠) مليونو ډېرخلک په ملاريا اخته کېږي. تر اوسه پورې په نړۍ کې څلور ډوله ملاريا پېژندل شوې چې، تر ټولو خطرناک ډول يې دماغي ملاريا ده. په دې اړه ډاکټر نورالحق يوسفزی وايي:” د دماغي ملاريا مکروب د دماغ او مغزو شاوخوا کوچنيو رګونو ته لاره مومي چې، په نتيجه کې د وجود رګونه پړسېږي او وينه او اکسېجن دماغ ته نه رسېږي. ناروغ عقل اوحافظه له لاسه ورکوي او اپلتې وايي“.
يوه مېرمن چې، زوی يې دکابل په يوه روغتون کې بستر دی وايي: ”زوی مې بې هوښه روغتون ته راوړ. کله چې يې ډاکټرانو وينه معاينه کړه نو، معلومه شوه چې، په دماغي ملاريا اخته دی، وروسته معلومه شوه چې، ژېړی هم لري“. دا چې دماغي ملاريا څه نښې نښانې لري، په دې باب ډاکټر يوسفزی وايي:” د ناروغ پښې، لاسونه او سترګې کږېږي، د وجود مهم غړي، لکه زړه او سږي يې له کاره لوېږي او د کوما(بې سدۍ) حالت ته ځي چې، په پای کې مري“. د دماغي ملاريا شدت د ناروغ د وجود په پياوړتيا او مقاومت پورې اړه لري. که چېري د ناروغ درملنه پرخپل وخت و نه شي او ګټور خواړه ور نه کړل شي، نو په نتيجه کې يې د وجود مقاومت ټيټ اوناروغ په ژېړي، محرقې او داسې نورو ناروغيو اخته کېږي. دماغي ملاريا څه عوامل او لاملونه لري؟ په دې اړه ډاکټر يوسفزی وايي: ځينې خلک په دې باور دي چې، عادي ملاريا وده کوي خو، ددماغي ملاريا عامل يو ډول مياشه ده چې، د انافيل پلازموډيم په نوم يادېږي او مکروب يې له يوه انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي“.
همدا راز د پېچکارۍ ککړه ستنه هم کولای شي چې، د دماغي ملاريا مکروب له يوه نفر څخه بل نفر ته انتقال کړي. که چېري يوه مور د امېدوارۍ پرمهال په دماغي ملاريا اخته شي، نوکېدای شي چې، ماشوم يې هم په دغې ناروغۍ اخته شي“. ډېری خلک پرته له دې چې، وينه معاينه کړي، پرخپل سر درملنه کوي، حال داچې، د ملاريا د ناروغۍ تشخيص د وينې له معاينې پرته ناشونی دی. عبدالحکيم په دې باب داسي وايي: ”په پيل کې مې يوه درملتون څخه پر خپل سر درمل واخيستل، بيا مې په کور کې هندوانه او الوبخارا ګډ وخوړل، نه يوازي داچې، ګټه يې راته و نه کړه بلکې خبره تر بې هوښۍ پورې راوره سېده، بيا يې روغتون ته راوستلم چې اوس يوڅه ښه يم“. له بلې خوا لکه څنګه چې، ملاريا بېلابېل ډولونه لري دغه ډول يې درملنه هم توپير سره لري، ځکه بايد د ملاريا د نښونښانو په ليدو ناروغ ژر تر ژره ډاکټر ته ورسول شي.
يوه مېرمن چې، پخوا په دماغي ملاريا اخته شوې وه ددې ناروغۍ د نښو نښانو په اړه وايي: ”هر دوې ورځې وروسته به سړه تبه راباندي راتله، سترګې، لاسونه او پښې به مې کږيدل، وروسته به بې هوښه کېدم“. د دماغي ملاريا څونښې عادي ملاريا ته ورته دي، لکه تبه، خواګرځی او سر دردي، خو د دې ناروغۍ ځانګړې نښې، دلاسونو، پښو او وجود د نورو غړو شخ يا وچ پاته کېدل دي. ډاکټر يوسفزی د محرقې او دماغي ملاريا توپيرونه داسې په ګوته کوي: ”دماغي ملاريا او محرقې تر منځ تر ټولو ښکاره توپير دا دی چې، په محرقه کې ناروغ دوامداره تبه لري خو، په ملاريا اخته ناروغ باندې هرې دوې ورځې وروسته تبه راځي“. بايد څه وکړو چې، په دې ناروغۍ اخته نه شو؟ يوه مېرمن چې، د ننګرهار ولايت د ګردي غوث دسيمې اوسېدونکې ده، په دې اړه وايي:
”زموږ په سيمه کې هوا ډېره توده ده اومياشې هم ډېرې دي خو، موږ د ملاريا په ناروغۍ نه اخته کېږو، ځکه چې، د خپل کور کړکيو ته مو جالۍ ورلګولي دي. همدا راز له کوټو څخه د باندې په پشه خانه کې ويدېږو او د خپل کور شاوخوا مو له مردارو اوبو او ډنډونو څخه پاکه کړې ده“. د روغتيايي کارپوهانو په وينا، د ملاريا د مياشو فعاليت د شپې له خوا ډېرېږي. دغه راز د ملاريا مياشي په ولاړو اوبو او هغو ځايونوکې چې پارو او چټلي ډېره وي، پيدا کېږي نو بايد د ولاړو اوبو ډنډونه او چټلي له منځه يووړل شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||