|
روغتيا او ژوند: په نويو زېږېدلو ماشومانو کې ژېړى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د ماشومانو د روغتون د احصائيې له مخې، هغه ماشومان چې تر وخت مخکې نړۍ ته راځي په سلوکې اتيا يې ژېړى لري، چې دا يو عادي ژېړى دى اوناروغي نه بلل کيږي. دا ژېړى ځکه پيدا کېږي چې، د ماشومانو جگر (ينې) سمه وده نه وي کړې، چې علت يې هم د مور له بدن نه ډېره وينه تلل او د لنګون پر مهال پر ماشوم د فشار راتلل ګڼل کيږي. د يادونې وړ ده چې دغه ژېړى د ماشومانو د زېږېدنې په دوهمه يا دريمه ورځ هغوی ته پيدا کيږي، په پيل کې د ماشوم د سترګو سپين ژېړوالى پيدا کوي او وروسته يې ټول بدن نيسي. خو دغه ژېړى دومره د اندېښنې وړ نه دی، ځکه چې تر لسو، دوولسو ورځو وروسته په خپله ښه کيږي. ځيني خلک د دغه ډول ماشومانو په غاړه کې پياز ورځړوي او مور يې له ځينو خوړو او هغو مېووڅخه چې ژيړ رنګ لري، منع کوي.
مېندو ته يوازي وچه ډوډۍ او چاى ورکوي، ان داچې هغوی نه پرېږدي چې دغو ماشومانو ته ژېړ رنګه جامې ور واغوندي. د ماشومانو متخصص ډاکټر، محمد صديق فيضي دغه کار بې ګټې ګڼي او وايي: ”ميندې دماشومانو د زېږېدو له امله کمزورې کيږي، نو بايد د دغه ډول پرهېز پرځاى هغوی ته زورور او ګټور خواړه ورکړل شي. په دې توګه به هم مور، قوي اوښه صحت ولري او هم به يې د شېدو په ډېرېدو سره ماشوم موړ وي. دغه ډول پرهېز او د خلکو عقايد د ماشوم ژېړي ته هيڅ ګټه نه لري، ځکه چې ماشوم په خپله ښه کيږي“. ډاکټر د دې پوښتنې په ځواب کې چې مېندې په داسې حالاتو کې څه وکړي وايي: ” دغه ډول ماشومان بايد د سهار له خوا د څو دقيقو لپاره لمر ته پرې ايستل شي. ځکه د لمر مستقيمې وړانګې د ماشوم ژېړى ژر له منځه وړي او دا کار بايد د سهار لخوا هغه مهال تر سره شي چې د لمر وړانګې ډېرې تودې نه وي“. خو دوهم ډول ژېړى خطرناکه دى، يوه مېرمنه چې د خپل نوي زېږېدلي ماشوم تر څنګ په روغتون کې بستر ده وايي: ” ماشوم مې ډېربد ژېړى درلود، له ژړا لوېدلى و، شېدې يې نه شواى خوړلاى.
تردې مخکې زما دوو نورو ماشومانو هم ژېړى درلود، موږ و نه شواى کولاى چې هغوی ډاکټر ته ورسوو، هغه و چې دواړه مړه شول“. ډاکټران دغه ډول ژېړی ناروغي بولي اوعلت يې هم دا ګڼي چې د مور وينه (- RH) او د ماشوم وينه (+RH) وي. دغه ډول ماشومان، ان د مور په ګېډه کې لا په ژيړي اخته کيږي. دغه روغتيايي ستونزه هغه وخت رامنځته کيږي چې د ښځې او خاوند د وينې ګروپونه توپير سره ولري. د مخنيوي غوره لاره يې دا ده چې ميندې بايد د امېدوارۍ په لومړۍ مرحله کې ډاکټر ته ورشي او خپل د وينې ګروپ معلوم کړي چې د راتلونکو ماشومانو ژونديې وژغورل شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||