BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:57 گرينويچ 2007 ,05 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د وينې ټيټ فشار

ډاکټر د ناروغ فشار چک کوي

په ځوانانو کې نارمل يا عادي فشار ٨٠/١٢٠ دى، خود عمر په ډېرېدو سره رګونه تنګيږي چې ورسره فشارهم لوړيږي.

کله چې، فشار ترعادي حالت (٢٠) درجې لوړشي، مثلا ٩٥/١٤٠ ته ورسيږي نو دغه فشار لوړګڼل کيږي .

دغه ډول کله چې، فشار تر عادي حالت (٣٠) درجې ټيټ شي، مثلا کچه يې٥٠/٩٠ ته راټيټه شي نو ټيټ فشار ورته ويلای شو.

ديادونې وړده چې، د فشار د ټيټوالي ستونزه د نارينه وو په پرتله په ښځو کې ډېره ليدل کيږي.

په دې باب ډاکټر عبدالغفور نيازى وايي: ” ټيټ فشار پر دوه ډوله دي. يو ډول يې د وخت په تېرېدو سره په تدريجي ډول لويږي او بل هم د فشار ناڅاپي ټيټېدل دي چې له دغه ډول فشارسره ان د مړينې خطر هم تړلى دى.

د فشار د ټيټوالي دغه دواړه ډولونه بېلابېل لاملونه لري، لکه په ناڅاپي توګه د فشار ټيټېدل، سخت درد، د وينې ضايع کېدل، نا څاپي وېره او له حرکت څخه پرته پر يوه ځای ډېر وخت درېدل ګڼلاى شو.

لومړنۍ مرستې
 لومړی د ناروغ پښې له دېرشو بيا تر پتځوسو سانتي مترو پوري لوړې ونيول شي، د هوا لپاره د کوټو دکړکيو پرانيستل شي او ناروغ دې پريوه اړخ پرې ايستل شي چې ساه ايستل يې اسانه شي.
ډاکټر عبدالغفور نيازى

په تدريجي توګه د فشار ټيټېدل دبدن د مايعاتو لږوالی، ستړتيا، پرله پسې کار، اندېښنې او بدن د کمزورتيا له امله رامنځته کېداى شي“.

ستاسو به هم دې ته پام شوی وي، چې کله په نا څاپي توګه ولاړ شئ، نو پر سترګو مو تياره راشي.

ډاکټر زياتوي: (دغه ډول زړه بدوالی احساسوئ او يا مو د سينې په قفس کې درد پيدا کيږي چې دا ټول د وينې د ټيټ فشار علايم يا نښې نښانې دي. بايد ووايو چې د فشار علايم د فشار د ټيټېدو په علت پورې تړلي دي.

د بېلګې په توګه که علت د وينې ضايع کېدل وي، نو د ناروغ رنګ الوزي او سر يې ټينګ درد کوي. په ناڅاپي توګه د فشار لوړېدل ډېر خطرناک وي. ناروغ بې سده کيږي او ان د مړينې لامل هم کېداى شي.

دا ځکه چې په ټيټ فشار کې وينه زړه، پښتورګو او دماغ ته نه رسېږي، د زړه ضربان (ټکان) ورو کيږي او انسان وژلای هم شي).

له دغه ډول ناروغانو سره بايد لومړنۍ مرستې داسي وشي چې لومړی د ناروغ پښې له دېرشو بيا تر پتځوسو سانتي مترو پوري لوړې ونيول شي.

دغه ډول د هوا لپاره د کوټو دکړکيو خلاصول ضروري خبره ده، همدا رنګه دي ناروغ پريوه اړخ پرې ايستل شي چې ساه ايستل يې اسانه شي.

د وينې نارمل فشار
د فشار د چک کولو په حال
 په ځوانانو کې نارمل يا عادي فشار ٨٠/١٢٠ دى، خود عمر په ډېرېدو سره رګونه تنګيږي چې ورسره فشارهم لوړيږي چې لوړه کچه يې ٩٥/١٤٠ ده.

تر لومړنيو مرستو وروسته بايد ناروغ ژر تر ژره يوه نژدې روغتيايي مرکز ته ورسول شي.

د دې لپاره چې له دې روغتيايي ستونزې څخه خوندي و اوسو، بايد په اوونۍ کې يو ځل خپل فشار وګورو

مايعات وڅښو، ځان وږى ونه ساتو، سخت جسمي کار و نه کړو، په نا څاپي توګه ولاړ نه شو او ورزش او پلى تګ وکړو. له ټيټ فشار څخه د خلاصون يوه بله لاره خپلو خوړو ته پام کول دي.

له غوړو خوړو څخه بايد ډډه وشي، حبوبات (غلې دانې)، مغزيات، سابه اومېوې ډېرې وخوړل شي، د الکولواو سګريټو له استعمال څخه دي ډډه وشي، له تشويش او خواشينۍ څخه ځان وساتل شي، ځکه وايي چې، (( وقايه تر درمنلې ښه ده ))

روغتيا او ژوندروغتيا او ژوند
د ښځو او ماشومانو ناروغيو گټور معلومات
د ولس خبرېژوند او زدکړه
د ولس خبرې
يو افغانه ژورناليست د مرکې پر مهالد ولس خبرې
ژورناليزم
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>