|
روغتيا او ژوند: نس ناستی | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نس ناستى يوه داسې ناروغي ده چې، د هوا په تودېدو سره ډېرېږي. په کابل کې د انتاني روغتون چارواکي وايي چې، دوی ته هره ورځ تر پنځوسو ډېر ناروغان راځي چې، ډېری يې د بستر کېدو وړدي. دغه ډول په کابل کې دماشومانو ”اندراګاندي“ نومي روغتون ته هره ورځ له پنځه ويشتو تر دېرشو پورې هغه ناروغه ماشومان راوړل کيږي چې، په نس ناستي اوخواګرځي اخته وي. په توده هوا کې د نس ناستي د ناروغۍ د ډېرښت لامل د چټليو شتون او د مکروبونو ډېروالی بلل کيږي، ځکه چې، توده هوا اوکثافات د مکروبونو د ودې لپاره لاره اواروي.
د مردارو څاګانو د سرونو لوڅوالی او مچانو ډېرښت له يوه ځايه بل ځای ته د مکروبونو د لېږلو ډېره ښه وسيله ده چې، په نتيجه کې يې دنس ناستي ناروغۍ ډېرېږي. همدا راز ناپاکي اوبه ، زړخن (ځنډني) خواړه، روغتيا ته پام نه کول او د چاپېريال ککړتيا هم د نس ناستي په خپرېدو کې ډېره ونډه لري. د انتاني روغتون ډاکټره، نظيفه شيرزاد په دې اړه وايي: ”په نس ناستي اخته ناروغ په (٢٤) ساعتونو کې ضرورت ته ځي خو، کېدای شي چې، يو ناروغ په دوو ساعتونوکې (٢٧) ځله تشناب ته ولاړ شي. داسي هم پېښيږي چې، د نس ناستي ترڅنګ د ناروغ خوا هم ګرځي چې، دغه حالت د ناروغ د کمزورۍ سبب ګرځي. ځينې خلک د نس ناستي پر مهال پر خپل سر په درملنه لاس پورې کوي او له ډېرو ګټورو خوړو ډډه کوي. دغه کار له يوې خوا ناروغي ډېروي اوله بلې خوا د ناروغ د جسمي کمزورۍ باعث ګرځي او ناروغ له پښو لويږي“.
ډاکټران په دې باور دي چې، د نس ناستي پر مهال ناروغ ته د خوړو نه ورکول د هغه د کمزورۍ سبب کيږي، په تېره بيا ماشومان ډېر ژر له پښو غورځي، ځکه چې د هغوی د وجود مقاومت ټيټ او ژر ژر ناروغه کيږي. ډاکتران لارښونه کوي چې، ددغې ناروغۍ پرمهال بايد ماشومانو ته زورور، ويټامين لرونکي او اوبلن خواړه ورکړل شي. ددې تر څنګ دې ماشومانو ته د( او، ار، ايس ) ورکول هم ګټور دی. بايد ميندې د ( او، ار، ايس ) جوړولو او استعمال لارې چارې زده کړي، ځکه چې دغه شيان ، په لومړي سرکې د انسان د وجود اوبه پوره کولای شي، خو بايد ناروغ ژر تر ژره ډاکټر او يا روغتيايي مرکز ته ورسول شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||