|
روغتيااوژوند: مياشتنی عادت | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مياشتنی عادت او امېدواري د ژوند دوه داسې بدلونونه دي چې، په ښځو کې په طبيعي توګه راځي، نجوني له ١١ – ١٦ کلنۍ پورې له دې حالت سره مخ کيږي چې، په عامه توګه حيض يا مياشتنۍ عادت ورته ويل کيږي. په حقيقت کې همدا بدلون دی چې، هغوی امېدوارۍ او زېږون ته چمتوکوي. مياشتنی عاد ت د هرو (٢٨) ورځو وروسته يوځل پېښيږي، خو د دغې دورې اوږد والی، د وينو راتلو شدت، د درد احساس او داسي نورې ځانګړتياوې د مېرمنو او نجونو ترمنځ توپيرلري. کله چې، يوه نجلۍ پېغله او لومړنی مياشتنی عادت (حيض) يې راشي نو، هغوی شرميږي او د دغه حالت د پټولو هڅه کوي چې، دغه کار کولای شي د هغوی لپاره ځينې جسمي او رواني ستونزې پيداکړي. د يادونې وړ ده چې، مياشتنی عادت کومه ناروغې نه، بلکې د ژوند يو داسې پړاو دی چې، هرې نجلۍ له پېغلتوب سره پيل او له زړښت سره پای ته رسيږي.
ډاکټره زبيده صديقي وايي: ”مياشتنی عادت يوه داسي نښه ده چې، هيلې رامنځته کوي او انسان ته د ښځينه توب او د مور کېدو وړتيا ورکوي. د مياشتني عادت وينه له هغې وينې سره چې، په رګونوکې ده، توپيرلري. په نوموړې وينه کې داسي مواد ګډ دي چې، لخته (سخته) کيږي نه او د وجود څخه د وتلو وړتيا لري“. ځينې خلک وايي چې، د مياشتني عادت پرمهال، ځان پرېولل سم کار نه دی خو، ډاکټران په دې باور دي چې، که په دې مرحله کې نظافت ته پاملړنه و نه شي نو وجود ته د هر ډول مکروبونو د ننوتلو امکان شته چې، په پايله کې د هر ډول ناروغۍ د پيدا کېدو سبب ګرځېدای شي. په ځانګړې توګه، په توده هواکې د مکروبونو د ودې او بد بويۍ د پيدا کېدو امکان ډېريږي خو، که بدن پرېمنځل شي، وينه پرې نه ښودله شي چې، پر بدن وچه شي او هر څلور ساعته وروسته کوتکس (ټوکر) تبديل شي، نو د دغې ستونزې مخنيوی کېدای شي.
د ځينو نجونو د مياشتني عادت پر مهال د شديد درد ترڅنګ پرله پسې وينه هم راځي. ډاکټران وايي چې، مياشتنۍ خونرېزي، منظمه اوکه غير منظمه، اوږد مهاله او که لنډ مهاله وي، يوطبيعي حالت دی. که څه هم ځينې عوامل، لکه چاغښت کولای شي په دغه دوره کې ځينې دردونه پيداکړي خو، په عامه توګه د مياشتني عادت په دورې پورې د تړلو ستونزو عوامل لا تر اوسه پوره نه دي په ډاګه شوي. که چيرې د مياشتني عادت پر مهال خونرېزي له پنځو بيا تر اووو ورځو واوړي او يا شديد درد احساس شي نو، دغه نجلۍ دې ژر تر ژره داکټر ته مراجعه وکړي. د دې لپاره چې، نجونې عادي مياشتنی عادت ولري، بايد د مياشتني عادت په ترڅ کې پر خپل سر دوا نه خوري، په ځانګړې توګه اسپيرين دې نه خوري چې، د وينې د ډېرېدوسبب کيږي غذايي رژيم ياخوړو ته پام کول او ورزش کول هم ګټورکاردی. هغه نجونې چې، مياشتنی عادت يې په عادي ډول راځي، لږ ترلږه دي په کال کې يوځل ځان دلنګون او ښځينه ناروغيو ډاکټر ته ورښکاره کړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||