BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: زېږون او جراحي عمليات

زېږون او جراحي عمليات

يو شمېر مېرمنې په عادي توګه ماشومان نه شي زېږولای، ځکه نو عملياتو ته اړتيا لري.

د افغانستان د روغتيا وزارت د احصائيې له مخې، په هېواد کې د لنګون په هرو سلو زرو (١٠٠٠٠٠) پېښوکې (١٦٠٠) مېندي مري او په هرو زرو دغه ډول پېښو کې (١٣٥) ماشومان مړه کيږي.

د روغتيايي کارپوهانو په وينا، د د غو مړينو يو لوى علت دا دى چې، يو خو ځينې امېد واره ميندې پرخپل وخت روغتون يا روغتيايي مرکز ته نه رسېږي او بل ځينې مېندې په عادي توګه ماشوم نه شي زېږولاى.

کريمه يوه داسې مور ده چې، درې ماشومان يې دجراحي عملياتو په واسطه پيدا شوي دي. دا چې ځينې مېرمنې ولې په عادي ډول ماشوم نه شي زېږولای، په دې اړه د ښځينه ناروغيو ډاکټره، روزا وايي:

”دا کار ډېر علتونه لري چې، يو لوی علت يې د حوصلې په برخه کې د هډوکو نژدې والى، د زړه ناروغي، د مور په نس کې په غېر عادي توګه د ماشوم مو قعيت، تر اندازې زيات د ماشوم د سر لويوالى او نور لاملونه يا دولای شو“.

پر خپل د نه زېږدون علتونه
 يو لوی علت يې د حوصلې په برخه کې د هډوکو نژدې والى، د زړه ناروغي، د مور په نس کې په غېر عادي توګه د ماشوم مو قعيت، تر اندازې زيات د ماشوم د سر لويوالى او نور لاملونه يا دولای شو
ډاکټره روزا

په افغانستان کې ډېری خلک له جراحي عملياتو څخه وېره لري او دې ته زړه نه ښه کوي ې چې، ان د اړتيا پر مهال دې هم اميد وارې مېرمنې عمليات شي.

ځينې خلک بيا په دې نظر دي چې، که مور عمليات شي، دوهم ځل نه شي امېدواره کېداى.

په عادي توګه ماشوم نه شي زېږولای او يا هم په راتلونکي کې نورې روغتايي ستونزې ورته پيدا کيږي.

خو ډاکټره روزا دغه خبرې نه مني او وايي:” جراحي عمليات هيڅ تاوان نه لري. نه دوهم ځل عملياتو ته اړتيا پېښېږي او نه هم د راتلونکي اميدوارۍ مخه نيسي.

د عملياتو ټپ تر دوو مياشتو وروسته بېرته جوړېږي، مېندې کولاى شي، چې وروسته له هغه خپل عادي ژوند وکړي“.

خو که يوه امېدواره، مور عملياتو ته اړتيا ولري او عمليات نه شي، له څه ډول خطرونو سره مخامخ کېدای شي؟ يوه مېرمنه وايي:

”ډاکټر راته ويلي وه چې، ته بايد د لنګون پر مهال عمليات شې! خو کله چې، د عملياتو وخت راورسېده د کورنۍ غړيو مې د جراحي عملياتو اجازه نه راکوله.

دوې ورځې په کورکې وم، وروسته د ډېرو دردونو له لاسه بې سده شوې وم، بيا يې د بې هوښۍ په حال کې ډاکټر ته رسولې وم،

خو ډېر ناوخته شوی و، ماشوم مې په ګېډه کې مړ شوی و، بيا ډاکټران اړ شول چې، د عملياتو په واسطه زما له ګېډې څخه دغه مړ ماشوم راوباسي“.

ايا جراحي عمليات ستونزه لري؟
جراحي عمليات
 نه دوهم ځل عملياتو ته اړتيا پېښېږي او نه هم د راتلونکي اميدوارۍ مخه نيسي. د عملياتو ټپ تر دوو مياشتو وروسته بېرته جوړېږي،
ډاکټره روزا

ډآکټره روزا وايي: که مور پرخپل وخت عمليات نه شي،

نو ددې امکان شته چې، مور او ماشوم دواړه مړه شي، داسې هم کېداى شي چې،

يواځې ماشوم مړ شي او يا د ماشوم ځاى و چوي چې، بيا مور هيڅکله نه امېدواره کيږي“.

نو اوس پوښتنه دا ده چې، له دې ستونزې څخه د خلاصون لاره څه ده؟ ډاکټران وايي: ”تر ټولو غوره لاره يې د لنګون پر مهال ډاکټر ته د مور رسول دي.

بايد اميدواره مېندې لږ تر لږه په دريو مياشتوکې يوځل، ځان ډاکټر ته ورښکاره کړي، په تېره بيا د امېدوارۍ په وروستيو مياشتو کې ډاکټر ته تګ ډېر ضروري دی.

په دې توګه ډاکټران پوهېداى شي چې، کومه ستونزه شته او که نه؟

ډاکټران کولاى شي چې، مور ښه وپوهوي چې، عملياتو ته اړتيا شته او که نه؟ په دې توګه به مېندې مخکې له مخکې خپل لنګواله ته چمتو او له راتلونکو خطرونو څخه خوندي وي“ .

 په نويو زېږېدلو ماشومانو کې ژېړىروغتيا او ژوند
په نويو زېږېدلو ماشومانو کې ژېړى
د فشار د چک کولو پر مهالروغتيا او ژوند
د وينې ټيټ فشار
د ښاروالۍ يو تن د چټليو پاکولو پر مهالښارغږ
ولايتي شوراګاني او چاپېريال ساتنه
روغتيا او ژوندژوند او زدکړه
روغتيا او ژوند
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>