BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: دغوږونو درد

د غوږ درد

د انسان غوږ له دريو برخو څخه جوړشوی چی، لومړنۍ، منځنۍ او بهرنۍ برخه يا د غوږ پکه نومېږي. د غوږ منځنۍ برخه يوه نازکه پرده ده چې، د غوږ بهرنۍ او داخلي برخې سره جلاکوي.

د غوږ هره برخه ځانته بېلا بېلې ناروغۍ لري چی، تر ټولو عام ډول يې د غوږ د منځنۍ برخې يا پردې مکروبي کېدل دي.

په کابل کې د ميوند روغتون د چارواکو په وينا، يوازې دوی ته هره ورځ له (٧) تر (٨) پورې د غوږ په درد اخته ناروغان راځي چې، ډېری يې ماشومان دي.

ډاکټر محمد امان هايل په دې باب وايي: ”د غوږونو درد کومه ځانګړې ناروغي نه ده، بلکې يو عرض يا نښه ده چې، د نورو ناروغيو له کبله منځ ته راځي. د غوږونو ډېر دردونه د التهابي کېدو له امله وي چې، دغه التهابي کېدل د غوږ په هره برخه کې کېدای شي.

د غوږونو التهابي کېدل بېلا بيل لاملونه لري، د بېلګې په توګه په غوږ کې د تېرو څوکو لرونکو شيانو وهل، لکه د اورلګېد پلته کونجۍ (کيلي) ، ستنه او داسې نور تېره شيان چې، د غوږونو د التهابي او ټپي کېدو لامل ګرځي.

د غوږونو درد
 د غوږونو درد کومه ځانګړې ناروغي نه ده، بلکې يوه نښه ده چې، د نورو ناروغيو له کبله منځ ته راځي.
ډاکټر هايل

دغه ډول کورنۍ درملنې، لکه په غوږونوکې د شيدو، غوړيو، نسوارو، تارياکو اوداسې نورو شيانو اچول هم غوږونه التهابي کولای شي.

که چېري د زکام او ستونی سمه او پرخپل وخت درملنه و نه شي نو هم غوږونه په درد اخته کېدای شي.

د غوږونود درد نښې نښانې په ماشومانو او لويانو کې، سره توپير لري. کوچني ماشومان د غوږونو د درد پر مهال نا ارامه وي او سر ښوروي، که غوږونه يې په لاس وموښل شي نو يا اراميږي او يانور هم په چيغو پيل کوي او لږ غټان ماشومان بيا خپله ګوته په غوږ کې وهي.

لويان کولای شي چې، خپل حال په خپله ووايي. د نورو نښو نښانو ترڅنګ، د غوږ درد، پړسوب او له غوږونوڅخه يو يوډول ژيړ رنګه اوبو(نو) راتلل ددې ناروغۍ څرګندې نښې دي“.

ډاکټران په دې باور دي چې، که د دې ناروغۍ سمه درملنه و نه شي نو ناوړه پايلې درلودای شي، دبېلګې په ډول که د غوږ مکروب مغزو ته لار ومومي نو د مننجيټ ناروغۍ سبب کېدای شي.

دغه ډول که د غوږ بهرنۍ برخه التهاب ولري، نو کېدای شي دغه مکروب د غوږ منځنۍ او دننه برخو ته هم لار ومومي چې، په دې ډول په اورېدوکې ستونزې پيداکولای شي اويا کېدای شي چې، ناروغ د تل لپاره کوڼ شي.

د غوږونو د التهابي کېدلو لاملونه!
مور ماشوم ته شيدو ورکولو پرمهال
 هغه مېندې چې، ماشومانو ته شيدې ورکوي، بايد خپل ماشوم په (٤٥) درجې زاويې سره په غېږ کې پرې باسي تر څو د مور شيدې د ماشوم په غوږ کې و نه څڅيږي.
ډاکټر بکتاش

د غوږ په درد اخته ناروغ بايد پر خپل سر درملنه و نه کړي او ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړ شي، مخکې وويل شول چې، د غوږونو درد عوامل لري نو لومړی يې بايد عامل پيدا او بيا يې درملنه وشي.

ډاکټران وايي: ”که چېري غوږ ته کوم شی، لکه مياشه، مچ، مېږی او يا داسې بله خزنده ور ننوزي،

نو بايد خپله يې د را ايستلو هڅه و نه کړو، بلکې ډاکټر ته ورشو“. يوه مېرمن په دې اړه داسي وايي:

” زما د ماشوم په غوږ کې مچ ننوتلی و، ماهڅه وکړه چې، راويې باسم، خو بريالۍ نه شوم، په نتيجه کی ماشوم نورهم په عذاب شو، په پای کې مجبوره شوم چې، ماشوم ډاکټر ته يوسم“.

د غوږ د درد د مخنيوي لپاره ډاکټر فقير محمد بکتاش وايي: ”کله چې غوږ خارښت کوي، بايدکوم شی په کې ونه وهل شي او بايد ناروغ ژر تر ژره ډاکټر ته ورسول شي“.

هغه مېندې چې، ماشومانو ته شيدې ورکوي، بايد خپل ماشوم په (٤٥) درجې زاويې سره په غېږ کې پرې باسي چې، په دې ډول د مور شيدې د ماشوم په غوږ کې و نه څڅيږي او بايد په ناپاکو اوبوکې له لامبلو هم ډډه وشي.

ماشومروغتيا او ژوند
د ماشومانو د غاښونو راوتل
ناروغهروغتيا او ژوند
د مياشتني عا دت ځنډېدل
د او، ار، اس تيارولروغتيا او ژوند
نس ناستی
مياشتنی عاد تروغتيا او ژوند
مياشتنی عادت
ماشومروغتيا او ژوند
زېږون او جراحي عمليات
 په نويو زېږېدلو ماشومانو کې ژېړىروغتيا او ژوند
په نويو زېږېدلو ماشومانو کې ژېړى
د فشار د چک کولو پر مهالروغتيا او ژوند
د وينې ټيټ فشار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>