|
روغتيا او ژوند: د مياشتني عا دت ځنډېدل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ښځوته مياشتنی عادت په هرو ( ٢٨) ورځوکې يو ځل پېښېږي. دغه عادت که منظم اويا غيرمنظم، درد لرونکی او يا بي درده، اوږد مهاله او که لنډ مهاله وي، يوطبيعی حالت دی، خو په مياشتني عادت کې پرله پسې وينه راتلل د وينې دکموالي سبب کېدای شي. کله ناکله ليدل شوي چې، د ځينو نجونو مياشتنی عادت تر څو مياشتو پوري ځنډېږي. دغه ځنډ بېلابېل عوامل لري، لکه امېدواري، ماشوم ته د شيدو ورکول او ځينې ناروغۍ، لکه دوينو لږوالی (کم خوني)، نری رنځ، شکره او داسې نورې ناروغۍ. ډاکټره زبيده په دې باب وايي: ” که چېرې د مياشتني عادت په بنديدوسره په رحم کې هورمونونه تغير وکړي، اندازه يې لږ اويا ډېره شي او يا هورمونونه مکروبي شي، نومياشتنی عادت په ناروغۍ اوړي او کېدای شي چې، نو رې ناروغۍ هم را منځته کړي.
کله چې، د ځينو نجونو مياشتنی عادت وځنډېږي، هغوی شرمېږي او دغه حال پټوي، په داسې حال کې چې هغوی بايد و نه شرمېږي، ځکه چې، د مياشتني عادت ځنډېدل نورې روغتيايي ستونځې پيداکوي“. يوه نجلۍ د خپل مياشتني عادت د ځنډېدو په هکله وايي :” کله چې مې مياشتني عادت وځنډيږي پر مخ مې داغونه پيدا کيږي، طبيعت مي ښه نه وي، ډېره وينه راتلل او خواګرځی راته پيداکيږي“. په مياشتني عادت کې ځنډ له دوو څخه نيولې بيا ترشپږو مياشتو پورې دوام کوي او ځينو نجونو ته تر (١٧) يا (١٨) کلنۍ پورې مياشتنی عادت نه راځي. په دغه حالت کې د نجونو له پاره تر ټولو لوی خطردا دی چې، که چېرې د حيض يا مياشتني عادت وينه په رحم کې پاتې شي او بهر ته لار و نه مومي، نو په نتيجه کې دغه وينه سره غونډېږي او په رحم کې د تومور بڼه غوره کوي. که چيرې په لومړي سرکې د دغه ډول تومور درملنه و نه شي وروسته درد کوي او جراحي عملياتواړتيا پيداکيږي خو، که دغه تومور نور هم پرمختګ وکړي کېدای شي چې په سرطان واوړي چې، په دې صورت کې بايد غونډ رحم له خپله ځايه ليري کړل شي. ډاکټران په دې باوردي: ”ځينې هغه نجونې چې د مياشتني عادتونو ترمنځ يې ځنډ راځي، په راتلونکې وخت کې مورکېدای نه شي. د مياشتني عادت پرمهال تبه او شديد درد لري ، خواګرځی ورته پيداکيږي او رواني حالت يې ښه نه وي .
په مياشتني عادت کې ځنډ يوه روغتيايي ستونزه ده خو ځينې وخت له دې حالت څخه د خلکو د ناخبرۍ له کبله په کورنيو کې ګډوډي او تاوتريخوالی پيداکيږي نو له همدې امله په دې باب د مور او پلار پوهه او خبرتيا ضروري ده. نجوني او مېندې بايدپوه شي چې، د مياشتني عادتونو ترمنځ ځنډ، کېدای شي چې، د څومياشتو پورې وغځيږي . بايد ډېر پام وشي چې، هرکله د کومې نجلۍ مياشتنی عادت تر ټاکلي مودې واوړي، نو بايد خامخا ډاکتر ته ولاړه شي، ځکه دا يوه روغتيايي ستونزه ده او درملنه لري. د ډاکټر له مشورې سره سم دې خپل درمل وخوري او ددې تر څنګ دې هغه خواړه وخوري چې کالوري، پروټين او وسپنه و لري. خو د دې لپاره چې د دغې ستونزې مخه ونيول شي، ډاکټران وايي: ”دمياشتني عادت پرمهال نظافت ته پام کول، پرخپل سر له درملنې ډډه کول، د ډول ډول خوراکونو خوړل او په کال کې لږ ترلږه يو ځل ځان ډاکټر ته ورښکاره کول د نوموړې ستونزې په مخنيوي کې ګټور تمامېدا شي“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||