|
روغتيا او ژوند: د ماشومانو د غاښونو راوتل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ډېرو ماشومانو کې د غاښونو راوتل د عمر له اوومې مياشتې څخه پيل او د څو کلونو په موده کې بشپړ کيږي. يو سالم انسان (٣٢) غاښونه لري چې، له دغې جملې څخه څلور يې خلک د عقل د غاښونو په نوم يادوي چې، دوه په پورتنۍ او دوه نور په لاندينۍ ژامه کې وي. د يادونې وړ ده چې، د عقل د غاښونو راوتل په ټولو انسانانوکې په يوه عمر کې نه وي، بلکې توپير سره لري چې، معمولا له (١٦) کلنۍ څخه نيولې بيا تر ( ٤٠) کلنۍ پوري وي. په کابل کې د اندراګاندي (د ماشوم روغتيا) روغتون د چارواکو په وينا، يوازې دوی ته د ورځې تر (٢٠) ډېر ماشومان چې عمرونه يې له شپږو بيا تر اووو کالو پورې وي، له دې امله راوړل کيږي چې، په نس ناستې، خواګرځي، تبې او ستوني په درد اخته وي. ځينې مېندي په دې باور دي چې، ګواکي دغه ناروغۍ د غاښونو د راوتو له امله ماشومانو ته پيدا کيږي خو ډاکټر وليد نجرابي بيا وايې:
"په ماشومانو کې د غاښونو راوتل يو طبيعي مرحله ده اوڅه ستونزه نه پېښوي، ماشومانو ته دغه ډول ناروغۍ ځکه پيداکيږي چې، هغوی د غاښونو راوتلو پر مهال ککړ او ناپاکه شيان په خوله کې وهي“. ځينې خلک ددې لپاره چې، د ماشومانو غاښونه يې اسانه راووزي، هغوی ته د چرګ نيم پوخ ورون، نوش پياز (شين پياز)، سره مولۍ، نيمه پخه غوښه او داسې نور شيان ورکوي چې، په خوله کې يي ووهي او ځينې بيا په دې باور دي چې، که چېرې د ماشوم مشره ترور خپله د شهادت ګوته د هغه په خوله کې ووهي نو غاښونه يې اسانه راوزي. خو ډاکټر نجرابي دغه کارونه سم نه ګڼي او وايي: ”په دې کارونو سره د ماشوم خولې ته بېلابېل مکروبونه لار مومي او بايد مور او پلار هڅه وکړي چې، ماشوم ته مناسب او کلسيم لرونکي خواړه ورکړي، لکه پېروی، شيدې، پنير، غوښه، لوبيا، نخود او داسې نور. د دې ترڅنګ بايد د ماشومانو نظافت ته پاملرنه وشي او هغوی په دې وپوهول شي چې، تر خوراک وروسته خپل غاښونه پرېمنځي.
دغه ډول بايد مېندي د امېدوارۍ پر مهال هڅه وکړي چې کلسيم لرونکي خواړه وخوري“. تر دې ځايه پوري خو مو د ماشومانو د غاښونو پر راوتلو خبرې وکړې خو د ځينو ماشومانو غاښونه تور او يا رژيږي. د دغسي ستونزو لاملونه دا دي چې ځينې مېندي د اميدوارۍ، ماشوم ته د شيدو ورکولو او خوراک پر مهال پاملرنه نه کوي . ډاکټران وايي چې، د امېدوارۍ پر مهال پرخپل سر درمل خوړل، په غاښونو د کلکو شيانو نه ماتول ، ترخوراک وروسته د غاښونو نه مينځل او د قوي او کلسيم لرونکو خوراکونو نه خوړل د دغه ډول ناروغيو لامل ګرځي. ماشومان بايد په دې هم وپوهول شي چې، کله يې غاښ ښوريږي، بايد په زوره يې و نه باسي او پرېږدي چې، خپله ولوېږي. ځکه نوی راوتونکی غاښ خپل ګټور مواد له مخکيني غاښ څخه اخلي او غښتلی کيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||